د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بشپړونکی: د هېواد ختیځ کې د زلزلې د قربانیانو شمېر ۸۱۲ مړو او ۲۸۱۷ ټپیانو ته ورسېد

1 سپتمبر 2025
بشپړونکی: د هېواد ختیځ کې د زلزلې د قربانیانو شمېر ۸۱۲ مړو او ۲۸۱۷ ټپیانو ته ورسېد

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د هېواد ختیځ کې د شوې زلزلې، د مړو شمېر ۸۱۲ او د ټپیان شمېر ۲۸۱۷ تنو ته رسېدلی دی.

رخشانه: مجاهد نن (شنبې د وږي ۱۰ مه) کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال و ویل، تر اوسه یوازې په کونړ ولایت کې ۸۰۰ تنه مړه او دوه زره او ۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو ویاند زیاته کړې، د دغې زلزلې له امله، ننګرهار ولایت کې هم ۱۲ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۵۵ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا، ۵۸ تنه نور په لغمان او څلور تنه په نورستان ولایت کې د زلزلې له امله ټپیان شوي دي.

د طالبانو ویاند په دې خبري ناسته کې و ویل، دغه راز پنجشېر ولایت کې هم د زلزلې له امله ۵ کورونه ویجاړ شوي، خو مرګ ژوبله نه لري.

د طالبانو له لوري خپرې شوې شمېرې وروستۍ نه دي او هره لحظه کېدای شي بدلون وکړي.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

طالبانو سیمې ته د ژغورونکو او مرستندویه ډلو د لېږلو خبر ورکړی وايي، د بندو کسانو د ژغورنې عملیات روان دي.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه