د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

زلزله کې د مړو شویو کسانو شمېر یو زر ۴۱۱ تنو ته ورسېد

2 سپتمبر 2025
زلزله کې د مړو شویو کسانو شمېر یو زر ۴۱۱ تنو ته ورسېد

د طالبانو ویاند او افغاني سرې میاشتې ټولنې یو په بل پسې اعلان کړی، چې د وړمې شپې د زلزلې د قربانیانو شمېر یو زر ۴۱۱ تنه مړو او درې زره ۱۳۴ تنو ټپیانو ته ورسېد.

رخشانه: افغاني سرې میاشتې ټولنې نن (سه شنبې د وږي ۱۱ مه) اعلان کړی، چې د وروستیو شمېرو له مخې، یوازې کونړ ولایت کې د زلزلې له امله یو زر ۱۲۴ تنو ژوند له لاسه ورکړی او درې سره ۲۵۱ نور ټپیان شوي دي.

افغاني سرې میاشتې ټولنې په خپله اېکس پاڼه لیکلي، ډېری خلک لا هم تر ورانو ویجاړو لاندې بند پاتې دي.

دغه ټولنې زیاته کړې، د زلزلې له امله کونړ ولایت کې ۸ زره د استوګنې کورنه ویجاړ شوي دي.

یاد مرستندویه بنسټ وايي، د زیانمنو کسانو د ژغورنې عملیات دوام لري.

افغاني سرې میاشتې ټولنې د زلزلې ځواک د ریشتر په کچه ۶.۱ درجې ښودلې وايي، مرکز یې کونړ ولایت وو.

طالبانو یوه ورځ وړاندې ویلي وو، د یکشنبې شپې د زلزلې له امله په کونړ، نورستان، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې له ۸۰۰ زیات کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۰۰۰ کسان ټپیان شوي دي.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد نن (سه شنبې د وږي ۱۱ مه) په خپله اېکس پاڼه د زلزلې د قربانیانو وروستۍ شمېرې تر دې لوړې اعلان کړې دي.

مجاهد وايي، د وړمې شپې په زلزله کې یوازې په کونړ ولایت کې یو زر او ۴۱۱ تنه مړه شوي او درې زره او ۱۲۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

نوموړي دا هم ویلي، دغه ولایت کې ۵۴۱۲ د استوګنې کورونه هم د زلزلې له امله ویجاړ شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د یادونې ده، چې له دېرشو ساعتونو په تېرېدو لا هم د زلزلې په سیمه کې تر کنډوالو لاندې د بند پاتې کسانو د ژغورنې عملیات دوام لري.

د دغې مرګونې طبیعي پېښې ډېری قربانیان او ټپیان ښځې، ماشومان او عمرخوړلي کسان دي

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه