د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

کونړ کې د زلزلې د مړو شویو شمېر دوه زره او ۲۰۵ تنو ته ورسېده

4 سپتمبر 2025
کونړ کې د زلزلې د مړو شویو شمېر دوه زره او ۲۰۵ تنو ته ورسېده

تاج‌الدین اویوالی

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، کونړ ولایت کې د مرګونې زلزلې د مړو شویو کسانو شمېره دوه زره او ۲۰۵ تنو ته رسېدلی دی.

رخشانه: فطرت نن (پنشنبې د وږي ۱۳ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، د دغه طبیعي پېښې د ټپیانو شمېر درې زره او ۶۴۰ تنو ته رسېدلی دی.

د مرګ ژوبلې کچه هله لوړه شوه، چې د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ له«مزار درې» د څوکۍ ولسوالۍ له «دېوګل درې او ماڼوګي او چپې درې ولسوالیو څخه نور مړي او ټپيان راوایستل شول.

د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د یکشنبې د شپې د مرګونې زلزلې ډېری قربانیان ښځې، ماشومان او عمرخوړلي کسان دي.
د زلزلې څخه د څلورو ورځو په تېرېدو سره لا هم د ژغورنې او پلټنې عملیات په زلزله ځپلو سیمو کې دوام لري.
تر اوسه معلومه نه ده، چې څومره جسدونه تر کنډوالو او خاورو لاندې پاتې دي.

طالبانو تېره ورځ د دغې زلزلې د مړو شویو کسانو شمېر یوزر او ۴۵۷ تنه او د ټپیانو هغه درې زره او ۳۹۴ تنه ښودلې وو.

په دې طبعي پېښه کې له ۷۸۲ زیات کورونه نړېدلي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

معترضو ښځو د طالبانو له زندانه د مژده ازبک د خوشي کولو غوښتنه وکړه

غزني کې د لاسي بم چاودنې یوه ښځه وژلې

ځينو رسنیو لیکلي، چې د نن ورځې له ماسپښین وروسته یو ځل بیا د کونړ ولایت ځینې سیمې زلزلې ولړزولې.

معلومه نه ده، چې په دې ټکانونو کې چا ته مرګ ژوبله اوښتې او که نه.

اړوندې لیکنې

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد
خبر

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد

14 نوومبر 2026
بامیانو کې طالبان: نجونې او هلکان د په جلا وختونو کې ښوونیزو مرکزونو ته لاړ شي
خبر

بامیان او بغلان کې ترافيکي پېښو د دریو ماشومانو ژوند واخیست

14 نوومبر 2026
فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه
خبر

فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه

14 نوومبر 2026
د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي
خبر

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

13 نوومبر 2026
فاریاب کې د یوې غونډۍ ښویدو د دوه ماشومانو ژوند واخیست
خبر

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

12 نوومبر 2026
یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه