د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو د شپږو ښځو په ګډون ۲۳ تنه په درې ولایتونو کې په دورو وهلي دي

4 سپتمبر 2025
طالبانو د شپږو ښځو په ګډون ۲۳ تنه په درې ولایتونو کې په دورو وهلي دي

AFP

د طالبانو ډلې روانه اوونۍ د شپږو ښځو په ګډون ۲۳ تنه د بېلابېلو تورونو له امله په جوزجان، بدخشان او کابل کې، د خلکو پر وړاندې په دورو وهلي دي.

رخشانه: دغه کسان د «نامشروع اړیکو، له واده پرته جنسي اړیکې، غلا، نشه کوونکو ګولیو، الکولي مشروباتو، چرسو د پېر، پلور او قاچاق، او ناروا نکاح» په تور په عام محضر کې په دورو وهلي.

د شنبې په ورځ د (وږي ۸ مه) د یوې ښځې په ګډون دوه تنه د «نامشروع اړیکې» په تور د جوزجان ولایت په آقچه ولسوالۍ کې د خلکو پر وړاندې ۱۵ دورې وهل شوي او له شپږو میاشتو تر یوه کال پورې د تنفذي بند سزا ورته واورول شوه.

د یکشنبې په ورځ د (وږي ۹ مه) د دریو ښخو په ګډون ۷ تنه د «له واده پرته جنسي اړیکې او غلا» په تورونو، په بدخشان ولایت کې د خلکو پر وړاندې ۳۹ دورې وهل شوي دي.

دغه کسان د بدخشان ولایت د ښاري ابتدایه محکمې د دیوان د پرېکړې له امخې له یوه تر دوه نیم کاله تنفذي بند هم محکوم شوي دي.

د دوشنبې په ورځ د (وږي ۱۰ مه) ۱۲ تنه د «نشه کوونکو ګولیو، الګولي مشروباتو او چرسو د پېر، پلور او قاچاق» په تورونو، په کابل ولایت کې د خلکو پر وړاندې له ۱۰ تر ۳۹ پورې دورې وهل شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

دغه کسان کابل کې د طالبانو د نشه يي توکو او مسکراتو ضد محکمې له خوا له اوو تر دوه کالو پورې په تنفذي بند هم محکوم شوي دي.

د سه شنبې په ورځ د (وږي ۱۱ مه) یوه ښځه د «له واده پرته جنسي اړیکې» په تور په کابل کې ۳۹ دورې وهل شوې او دوه کاله تنفذي بند سزا هم ورته اورول شوې ده.

د پنشنبې په ورځ د (وږي ۱۳ مه) یوه ښځه د «نامشروع نکاح» په تور د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د خلکو پر وړاندې ۳۹ دورې وهل شوې او د یو کال تنفذي بند سزا هم ورکړل شوې ده.

طالبانو تېره اوونۍ هم د اوو ښځو په ګډون ۳۰ تنه په شپږو ولایتونو کې په دورو وهلي وو.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه