د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د یونیسف استازی: په بېړنیو حالاتو کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو شتون اړین دی

4 سپتمبر 2025
کونړ کې د زلزلې د مړو شویو شمېر دوه زره او ۲۰۵ تنو ته ورسېده

تاج‌الدین اویوالی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازی ډاکتر تاج الدین اویوالي وايي، په بېړنیو حالاتو کې لکه زلزله د ښځینه روغتیايي کارکوونکو شتون خورا اړین دی.

رخشانه: ایوالي نن (پنشنبې د وږي ۱۳ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په لیکلو سره ویلي، ښځینه روغتیايي کارکوونکې زیانمونو، په ځانګړې توګه ماشومانو او ښځو ته خدمات وړاندې کوي.

هغه وزیاته کړې:«ښځینه روغتیايي کارکوونکې له هغو ماشومانو، ښځو او نارینه وو سره مرسته کوي، چې ښايي له پامه غورځول شوي وي.

په افغانستان کې د یونیسف استازي ټینګار کړی، چې د دغه بنسټ تر ملاتړ لاندې ګرځنده ټیمونه هڅه کوي، روغتیايي مرکزونو ته په رسېدنې سره په زیانمنو شویو سیمو کې ژغورونکي خدمات وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې هم تېره شپه ناوخته اعلان کړی، چې د دغه بنسټ ټیمونه له ساعتونو پیاده مزل وروسته د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ ته رسېدلي دي.

د دغه بنسټ په وینا، په دې سیمه کې ښځو او نجونو ویلي، سرپناه، خوراکي توکي، پاکې اوبه، جامې، روغتیايي خدمات، رواني- ټولنیز ملاتړ د دوی بېړنۍ اړتیاوې دي.

له دې مخکې د کونړ مرکز کې سرچینو رخشانې رسنۍ ته ویلي و، چې شپږ تنه امیدواره مېرمنې، د ښځینه ډاکترانو د کمښت له امله خونریزې پیدا کړې او مړې شوې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د یکشنبې د شپې زلزلې د کونړ ولایت څلور ولسوالیو کې دوه زره او ۲۰۵ تنه وژلي او درې زره او ۶۴۰ تنه نور ټپيان شوي دي

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه