د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د کونړ زلزلې ځپلې ښځې، د ښځنیه مرستندویانو له کمښته شکایت لري

7 سپتمبر 2025
د کونړ زلزلې ځپلې ښځې، د ښځنیه مرستندویانو له کمښته شکایت لري

انځور: Mohammad Balabuluki

کونړ کې سیمه ییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د مرګونې زلزلې یو شمېر زیانمنې مېرمنې، د ښځینه مرستندویانو او ژغورونکو له کمښته سر ټکوي.

د سرچینې په وینا، زیانمنو ښځو ته د مرستو رسولو په موخه د ښځینه مرستندویانو کمښت یوه جدي ستونزه شمېرل کېږي.

د کونړ څوکۍ ولسوالۍ کې یوه مېرمن چې د کورنۍ ۹ غړي یې په زلزله کې له لاسه ورکړي وايي، د ښځینه مرستندویانو د کمښت له امله نه شي کولی خپلې روغتیايي ستونزې، له نارینه مرستندویانو سره شریکې کړي.

پروانې رخشانې رسنۍ ته و ویل:«له ځمکلړزې وروسته ټولو مرستندویانو مرستې وېشلې. خو د مرستو د وېش پر مهال له مرستندویه بنسټونو سره هېڅ ښځې شتون نه درلود، موږ ښځو ته اړتیا لرو، ښځې شته خو شمېر یې لږ دی، موږ نه شو کولی ټول څه نارینه وو ته و وایو.»

د هغې په وینا، د ښځو د روغتیايي ستونزو د لرې کولو لپاره د ښځینه مرستندویانو شتون یوه بېړنۍ اړتیا ده.

د کونړ مزار دره کې یوې سرچینې هم د ښځینه مرستندویانو پر حضور ټينګار وکړ وايي، د ښځو له فعال شتون او همکارۍ پرته، کورنیو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ته د مرستو رسول نیمګړي دي.

له بل لوري یوه ښځینه داوطلبه چې د ژغورنې او مرستې رسونې په عملیاتو کې یې ګډون کړی وايي، د ښځینه مرستندویانو کمښت ان د ښځو د جسدونو د خښولو برخه کې هم لویه ستونزه رامنځ ته کړې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

هغې چې نه غوښتل نوم یې په دې خبر کې یاد شي وايي، نارینه د ښخو په ناروغیو نه پوهېږي، یوازې ښځې کولی شي له هغوی سره خبرې اترې وکړي او پر مشکلاتو یې ځان پوه کړي.

دغه مرسته رسوونکې مېرمنې زیاته کړه:«په لومړۍ ورخ چې د مرستې لپاره لاړم، د مړو د منځلو لپاره هېڅ ښخې شتون نه درلود، یوازې دوه مېرمنې هلته وې، چې هغوی هم ټپيانې شوې وې، هغوی ښځې مینځلې او په کفن کولې یې.»

نیویارک ټایمز څو ورځې وړاندې په یوه راپور کې لیکلي وو، نارینه مرستندویان، د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د مرګونې ځمکلړزې زیانمن شویو ښځو سره مرسته نه ده کړې.

په دې راپور کې راوړل شوي، د ښخو تر منځ د سړیو شتون د دې لامل شوی، چې د ډېری ښځینه ټپیانو درملنه ونه شي او یو شمېر د هغوی لا هم تر کنډوالو او خاورو لاندې دي.

له دې وړاندې هم کونړ کې یوې سرچینې رخشانې رسنۍ ته ویلي وو، له زلزلې زیانمنو شویو شپږو امیدواره مېرمنو د ښځینه ډاکترانو د کمښت له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه