د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګرو ملتونو د مور او ماشوم د مړینې زیاتېدو او ځوانو نجونو کې د زېږون د لوړې کچې په اړه خبرداری ورکړ

7 سپتمبر 2025
ملګرو ملتونو د مور او ماشوم د مړینې زیاتېدو او ځوانو نجونو کې د زېږون د لوړې کچې په اړه خبرداری ورکړ

انځور:OCHA

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) د مور او ماشوم د مړینې زیاتوالي او د کم عمره ودونو له امله، ځوانو نجونو کې د زېږون د لوړې کچې په اړه خبرداری ورکړی دی.

رخشانه: دغه بنسټ نن (یکشنبې د وږي ۱۶ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو د روغتیا او حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په اعلامیه کې راغلي:«د مور او ماشوم د مړینې کچه په زیاتېدو ده، په ځانګړې توګه د ماشومانو د ودونو له امله په نویو ځوانو نجونو کې د زېږون کچه لوړه شوې ده.»

دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د افغان ښځو لپاره روغتیايي پاملرنې ته لاسرسی ورځ بلې ستونزمن شوی دی.

د یاد بنسټ په وینا، د طالبانو له واکمنېدو سره وېرې، د تګ راتګ محدویتونو، له زده کړو بندیز او سیتماتیک توپیري چلند، ښځې او نجونې د دوی د اړتیا وړ پاملرنې څخه بې برخې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې راوړي:«د وېرې چاپېریال ډېری ښځې ان له کوره وتلو څخه راګرځولې. هغه ښځې چې لنډ او غیر روغتیايي ژوند لري او ډېری د هغو، ان نه شي کولی د خپلې روغتیا په اړه هم پرېکړه وکړي.»

دغه بنسټ د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدویتونو ته په اشارې ویلي، په کورونو کې بندېدو د هغوی پر رواني روغتیا ژوره اغېزه کړې دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، له دې محدودیتونو سره سره افغان ښځو او نجونو له ځانه ځواک، وړتیا او مېړانه ښودلې، خو هغوی نه باید اړ وي، چې په یوازې ځان له ستونزو سره مخ شي.

یاد بنسټ ټینګار کړی، چې نړۍ د بېړنیو اړتیاو د پوره کولو لپاره نه، بلکې د یوه راتلونکي نسل د خوندیتوب لپاره باید ژر تر ژره اقدام وکړي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې څه موده وړاندې په یوه راپور کې لیکلي وو، چې د نجونو پر زده کړو د طالبانو محدویتونه به تر ۲۰۲۶ میلادي کال پورې په نجونو کې د کم عمره ودونو کچه ۲۵ سلنه لوړه کړي.

دې بنسټ دغه راز ویلي وو، د ښځو پر زده کړو د طالبانو محدویتونه به د تنکیو نجونو منځ کې، د وخت څخه مخکې زېږون کچه ۴۵ سلنه او د مور او ماشوم د مړینې کچه کم تر کمه ۵۰ سلنه لوړه کړي.

معترضو ښځو، د بشري حقونو او ملګرو ملتونو بنسټونو په وار وار د ښځو د حقونو او اساسي خپلواکیو، په ځانګړې توګه له زده کړو د مخنیوي په اړه اندېښڼه څرګنده کړې ده

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه