د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

غزني او بدخشان کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۷ تنه مړه شوي

8 سپتمبر 2025
غزني او بدخشان کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۷ تنه مړه شوي

غزني او بدخشان کې سیمه ییزه طالب چارواکي وايي، د دو ښځو او اوو ماشومانو په ګډون ۱۷ تنه په دوه ترافیکي پېښو کې، په دغه ولایتونو کې مړه شوي او یوه ماشوم په ګډون پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

رخشانه: د یوه مسافر وړونکي ۵۸۰ بس موټر او یوه واړه فیلډر موټر د ټکر له امله، د یوې ښځې او څلورو ماشومانو په ګډون شپږو تنو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.

غزني کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي، دغه ترافیکي پېښه نن سهار (دوشنبې د وږي ۱۷ مه) د غزني ښار د لومړۍ امنیتي حوزې د «روضې» کوتل په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د دغې پېښې شپږ تنه قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي.

غزني کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د دغه ترافیکي پېښې د ټپیانو د هویت، عمر، جنسیت او روغتیايي وضعیت په اړه څه نه دي ویلي.
د موټر چلوونکو بې پروايي د دغې پېښې د رامنځ ته کېدو لامل بلل شوی دی.

په ورته وخت د بدخشان ولایت په درایم ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله، د یوې ښځې او درې ماشومانو په ګډون ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی او یو ماشوم سخت ټپي شوی دی.

بدخشان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار وايي، دغه پېښه نن (دوشنبې د وږي ۱۷ مه) د دې ولایت د درایم ولسوالۍ د زرک په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

دغه پېښه له سړک څخه د یوه سراچه ډول موټر د اوښتو او چپه کېدو له امله رامنځ ته شوې، چې په ترڅ کې یې د یوې ښځې او دریو ماشومانو په ګډون ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی او یو ماشوم سخت ټپي شوی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د بدخشان درایم ولسوالۍ کې د طالبانو امنیه قوماندان سید منیر ویلي، د دغې ترافیکي پېښې د قربانیانو څخه اووه تنه د یوې کورنۍ غړي دي.

تر اوسه پورې د دې ترافيکي پېښې د رامنځ ته کېدو دلیل نه دی معلوم شوی.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه