د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

افغانستان کې د جنسیتي عدالت او حساب ورکولو د پلي کېدو غوښتنه

8 سپتمبر 2025
افغانستان کې د جنسیتي عدالت او حساب ورکولو د پلي کېدو غوښتنه

د بشري حقونو بنسټ «شهمامه» له خوا د جوړې شوې غونډې ګډونوالو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د حساب ورکولو د کړنلارو، عدلت پلي کېدو او جنستي برابرۍ د پیاوړتیا پر بېړنۍ اړتیا ټینګار وکړ.

رخشانه: دغه غونډه د «افغان ښځو لپاره جنسیتي عدالت او حساب ورکولو پرمختګ» تر نامه لاندې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د بشري حقونو د مدافعانو، افغانستان کې د ښځو د حقونو فعالانو، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د غړو هېوادونو د استازو په ګډون په جینوا کې جوړه شوې ده.

د شهمامه بشري حقونو بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې د ښخو د حقونو د سرغړاوي د حساب ورکولو، د بشري اړتیاوو پوره کول، د همکارۍ او او نړیوال اقدام پیاوړتیا د غونډې له اصلي محورونو وو.

په اعلامیه کې راغلي، په دې ناسته کې پر بېړنیو بشري اړتیاوو، د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو له حقونو د سیستماتیکو سرغړاویو، د حساب ورکولو کړنلارو او جنسیتي عدالت پر لارو چارو خبرې اترې وشوې.

په دې غونده کې د افغان ښځو او نجونو سره د نړیوالو په پراخ پیوستون او مالي ملاتړو ټینګار وشو، او د بېړنيو اړتیاو د جساب ورکولو لپاره د د CEDAW نوښتونو، د نړیوالې جنایي محکمې (ICC) پروسو، او د جنسیتي توپیر په رسمیت پیژندلو په څیر کړنلارو په رامنخ ته کولو باندې ټيڼګار وشو.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي په دې ناسته کې، په افغانستان کې د ښځو د حقونو او خپلواکیو پر وړاندې د طالبانو پراخو محدویتونو ته په اشارې د بشري حقونو پر بنسټ عدلت او حساب ورکول د پام وړ اړین وبلل.

ښاغلي بنسټ و ویل، په اوسنیو شرایطو کې بېوزلي او طالبان د دغه هېواد تر ټولو دوه سترې ستونزې ګڼل کېږي.

په دې ناسته کې د کاناډا دولت استازي د افغان ښځو او نجونو د روغتیا، زده کړو، پیاوړتیا او کډوالو د منلو لپاره د مالي ملاتړ ژمنه وکړه ویې ویل، چې هېواد به یې د CEDAW په چوکاټ کې د حساب ورکولو د تعقیب لپاره د استرالیا، المان او هالنډ سره همکاري وکړي.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو بیا واک ته تر رسېدو وروسته د افغان ښځو او نجونو په زده کړو، ټولنیز او اقتصادي ژوند پراخ محدویتونه لګول شوي دي. په دې څلورو کلونو کې د بشري او مدني حقونو بنسټونو د عدالت غوښتنې او نړیوال ملاتړ لپاره ګڼې غونډې او ناستې جوړې کړې، خو له دې ټولو هڅو سره سره د ښخو وضعیت نه یوازې چې ښه شوی نه دی، بلکې په ډېرو برخو کې لا محدود کړای شوی دی.

له منځنیو او لوړو زده کړو د ښځو بې برخې کول، په ډېری دولتي او غیر دولتي بنسټونو کې د هغوی د کار مخنیوی، پر فردي او مدني خپلواکیو محدویتونه تر ټولو مهم خندونه دي، چې اوسه پورې په کې هېڅ ډول بدلون نه تر سترګو کېږي.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه