د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

کونړ او ننګرهار کې د زلزلې له ۵۰ سلنه زیات قربانیان ښځې او نجونې دي

8 سپتمبر 2025
کونړ او ننګرهار کې د زلزلې له ۵۰ سلنه زیات قربانیان ښځې او نجونې دي

انځور:UNFPA

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) اعلان کړي، چې کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د شوې زلزلې، له ۵۰ سلنه زیات قربانیان ښخې او نجونې دي.

رخشانه: دغه سازمان نن (دوشنبې د وږي ۱۷ مه) په یوه راپور کې لیکلي، چې دغه دوه ولایتونو ته یې، د زلزله ځپلو سره د بېړنیو خدماتو رسولو په موخه، پنځه ګرځنده روغتیايي ټيمونه لېږلي دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په راپور کې راغلي، لېږل شویو ټیمونو تر اوسه پورې نهه زره او ۵۰۰ کسانو ته حیاتي خدمات، لکه د زېږون پاملرنې، رواني- ټولنیزې مشورې او عمومي روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

دغه بنسټ ویلي، د دغې مرګونې طبعیي پښې ټول اړخونه لا هم معلوم نه دي، ځکه«غرنیو او لرې پرتو کلیوالو سیمو ته لاس رسی خورا ستونزمن او پېچلی دی.»

په راپور کې راوړل شوي، د دې پېښې د یو زره او ۴۵۷ تنو مړو او درې زره او ۳۸۱ ټپیانو پرته، ګڼو ښځو او ماشومانو ته جسمي او روانې زیانونه رسېدلي او ډېری یې له روحي ستونزو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) تر ملاتړ لاندې د رواني او ټولنیزو مشورو سلاکاره موسکا چې زلزله ځپلو سیمو ته لېږل شوې، وايي، له زلزلې ژوندي پاتې شویو قربانیانو سخت رواني زیانونه لیدلي دي.

هغې ویلي، د رواني سلا ورکولو ټیمونو هڅه کوي، د خواخوږۍ ملاتړ، درملو، روغتیايي بستو او نورو ټولنیزو اړینو اړتیاو په وړاندې کولو سره د هغوی غم راکم کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

نوموړې زیاته کړې:«ښځې او ماشومان په ځانګړې توګه له زیاتې وېرې سره مخ دي، په دې حساس وخت کې زیانمن شوي کسان زموږ مرستې ته اړتیا لري.»

په راپور کې د یوې ښځې په حواله، چې مور، خور او ورور یې په دې پېښه کې له لاسه ورکړي راوړل شوي، چې هغه درې ځلې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق تر ملاتړ لاندې د رواني سلا لېږل شوي روغتیايي مرکز ته ورغلې ده.

دغې ښځې ویلي:«کله چې له ښځینه سلاکارې سره خبرې کوم، حالت مې ښه کېږي.»

ملګرو ملتونو وړاندوینه کړې، چې کابو ۱۱ زره او ۶۰۰ امیدواره مېرمنې د زلزلې تر اغېز لاندې دي، هغه هم په داسې یوه هېواد کې، چې په کې د اسیا په کچه د مور او ماشوم مړینه په کې زیاته ده.

د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د مرګونې زلزلې او د هغې د وروستیو ټکانونو څخه د لسو ورځو په تېرېدو لا هم د ژغونې او له کنډوالو لاندې کسانو د جسدونو را ایستلو عملیات دوام لري.

تر اوسه پورې د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د شوې زلزلې د مرګ ژوبلې او مالی زیانونو په اړه کره معلومات په لاس کې نشته.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه