د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو د یوناما او یونسکو ټينګار

8 سپتمبر 2025
افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو د یوناما او یونسکو ټينګار

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او یوناما مشرې رزا اوتنبایوا په افغانستان کې په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره پر برابرو او پراخو زده کړو ټينګار وکړ.

رخشانه: اوتنبایوا نن (دوشنبې د وږي ۱۷ مه) د سواد نړیوالې ورځې په مناسب پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، کتابونه د تل پاتې سوکالۍ پر لور لار ده.

هغې لیکلي، ملګري ملتونه په افغانستان کې د سودا نړیوالې ورځې او د هېواد ارزښتناکه ادبي میراث ته درناوی لري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو علمي او د زده کړو سازمان (یونسکو) هم پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، سواد تر لوستلو او لیکلو ورپورته دي.

یاد بنسټ ویلي، سودا د افغانستان لپاره د مهارتونو، کارموندنې او یوې پیاوړې راتلونکې لپاره یوه لار ده.

۱۴۵۰ ورځې کېږي، چې طالبانو له شپږم ټولکي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې او له درې کلونو زیاته موده کېږي، چې ښځې او نجونې په پوهنتونونو کې له زده کړو راګرځول شوې دي.

د راپورونو له مخې د افغانستان د وګړو شاوخوا لس میلیونه کسان د لوستلو او لیکولو پوه نه لري.

په دې اړه نور ولولئ...

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

د سواد نړیواله ورځ په ۱۹۶۷ میلادي کال کې د یونسکو له خوا ونمول شوه او هر کال له زده کړو او ودې د ملاتړ په پار دغه ورځ لمانځل کېږي.

اړوندې لیکنې

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې
خبر

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026
طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې

6 سپتمبر 2026
زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه
خبر

زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه

5 سپتمبر 2026
«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو
خبر

«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو

5 سپتمبر 2026
نورستان کې یوه ځوانه نجلۍ له نامحرم سره د اړیکې په تور د کورنۍ د غړو له خوا وژل شوې
خبر

نورستان کې یوه ځوانه نجلۍ له نامحرم سره د اړیکې په تور د کورنۍ د غړو له خوا وژل شوې

3 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه