د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د روغتیا نړیوال سازمان: طالبان دې له زلزله ځپلو سره پر ښځینه مرستندویانو محدویتونه لرې کړي

8 سپتمبر 2025
د روغتیا نړیوال سازمان: طالبان دې له زلزله ځپلو سره پر ښځینه مرستندویانو محدویتونه لرې کړي

انځور: Reuters

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د دفتر مرستیال ډاکتر موکتا شارما له طالبانو غوښتي، چې د هېواد په ختیځ کې د شوې زلزلې له ځپل شویو کسانو سره پر ښځینه مرستندویانو لګولي محدویتونه لغوه کړي.

رخشانه: ښاغلي شارما نن (دوشنبې د وږي ۱۷ مه) له رویټرز سره په مرکه کې ویلي، طالبان باید ښځینه مرستندویانو ته اجازه ورکړي، تر څو هغوی له محرم پرته، زلزله ځپلو سیمو ته د زیانمنو سره د مرستې په موخه سفر وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان د دفتر مرستیال ویلي:« اوس یوه ستره ستونزه په زلزله ځپلو سیمو کې د ښځینه مرستندویانو کمښت دي.»

هغه اټکل کړی، چې په دغه سیمه کې کابو ۹۰ سلنه مرستندویان نارینه دي او ۱۰ سلنه نور یې ډېری قابلې او نرسانې دي، نه هغه ډاکترانې چې وکولی شي سخت ټپیان درملنه کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان دغه چارواکي پر ښځینه مرستندویانو محدویتونو ته په اشارې وايي، دغه موضوع د درملنې کړنلاره ستونزمنه کړې، ځکه ښخې یا د ناارامۍ احساس کوي یا هم له نارینه کارکوونکو سره له اړیکې او یوازې سفر څخه وېره لري.
د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې د هېواد په ختیځو ولایتونو کې مرګونې زلزلې او وروستیو ټکانونو له دوه زره څخه زیات کسان و وژل او له درې زره او ۶۰۰ څخه زیات ټپیان شولو چې دېری یې ښځې او ماشومان ټپیان شوي دي.

په مرستندویه بنسټونو کې د ښځو پر کار د طالبانو محدویتونو لګول د دې سبب شوی، چې په زلزله ځپلو سیمو کې د زیانمنو کسانو وضعیت ته د رسېدو چارې سوکه مخ ته لاړې شي.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

دغې ډلې د طب په څانګو کې د ښځو او نجونو زده کړې، منع اعلان کړې دي.

افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د دفتر مرستیال وايي، له محرم پرته په مرستندویه ښځینه کارکوونکو د سفر محدویت د دې لامل شوی، چې مرستندویه بنسټونه او ښځینه کارکوونکې ډاډه نه وي او کله هم ګواښ پر ځان وانخلي.

هغه زیاته کړې:«محدویتونه خورا پراخه دي، د محرم موضوع لا هم دوام لري او د طالبانو له لوري هېڅ رسمي معافیت نه دی ورکړل شوی.»
د روغتیا نړیوال سازمان دغه چارواکي له طالبانو غوښتي، چې باید ډېری ښځینه روغتیايي کارکوونکو ته اجازه ورکړي، تر څو زلزله ځپلو سیمو ته ورشي او زیانمنو کسانو سره مرسته وکړي.

شارما د روانې درملنې خدماتو ته د ښځو د نه لاسرسي په اړه ژوه اندېښنه څرګنده کړې، په ځانګړې توګه د هغه ښځو په اړه چې د کورنۍ نارینه یې په زلزله کې وژل شوي او اوس باید له محرم پرته محدویتونو سره جوړجاړی وکړي.
کونړ کې د زلزلې ځپلو څخه د پیرګل په نوم یوې ښځې ویلي، چې له زلزلې وروسته د کلي ډېری ښځې د وینې د فشار او رواني ستونزو سره مخ شوې او د درملنې خدماتو ته په لاس رسي کې له خنډ سره مخ دي.

هغې ویلي«د کتنې لپاره هېڅ ښځینه ډاکتره شتون نه لري، یوازې یو نارینه ډاکتر شته دی.»

ملګرو ملتونو وړاندوینه کړې، چې کابو ۱۱ زره او ۶۰۰ امیدواره مېرمنې د زلزلې تر اغېز لاندې دي، هغه هم په داسې یوه هېواد کې، چې په کې د اسیا په کچه د مور او ماشوم مړینه په کې زیاته ده.

د راپورونو پر اساس سږ کال په ځپل شویو سیمو کې کابو ۸۰ روغتیايي مرکزونه د امریکا د مرستو د کمښت له امله تړل شوي او ۱۶ نور روغتیايي مرکزونه هم د زلزلې د زیانونو له امله ځنډېدلي دي.

د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د مرګونې زلزلې او د هغې د وروستیو ټکانونو څخه د لسو ورځو په تېرېدو لا هم د ژغونې او له کنډوالو لاندې کسانو د جسدونو را ایستلو عملیات دوام لري.

تر اوسه پورې د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د شوې زلزلې د مرګ ژوبلې او مالی زیانونو په اړه کره معلومات په لاس کې نشته.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه