د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بشري حقونو د څار بنسټ: د طالبانو له خوا د ښځو د ځپنې ژورېدو سره باید یوه خپلواکه او ځواب ویوونکې کړنلاره رامنځ ته شي

9 سپتمبر 2025
د بشري حقونو د څار بنسټ: د طالبانو له خوا د ښځو د ځپنې ژورېدو سره باید یوه خپلواکه او ځواب ویوونکې کړنلاره رامنځ ته شي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار بنسټ وايي، افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځو د ځپنې په ژورېدو سره، باید یوه خپلواکه او ځواب ویوونکې کړنلاره رامنځ ته کړای شي.

رخشانه: دغه بنسټ نن (دوشنبې د وږي ۱۷ مه) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له ۶۰ مې غوندې سره هم مهاله په یوه اعلامیه کې لیکي، طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو پر وړاندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د بشري حقونو د څار بنسټ په اعلامیه کې راغلي، د ښځو او نجونو پر حقونو د طالبانو پراخ او سیستماتیک محدویتونه د «کړونې او جنستي ځورونې» چوکاټ کې د بشریت پر وړاندې جنایت جوړوي، چې د ملګرو ملتونو کارپوهانو هغه «جنسیتي توپیر» بللی دی.

دغه بنسټ ویلي، د تګ راتګ او بیان پر آزادۍ سختو محدویتونو پراخوالی موندلی او مخکې له مخکې یې د ښځو مدني، سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي حقونه محدود کړي دي.
د بشري حقونو د څار بنسټ ټينګار کړی، چې د طالبانو له خوا د ښځو د ځپنې ژورېدو سره د بشري حقونو شورا د یوې بېړنۍ هراړخیزه او ځواب ویونکې کړنلارې رامنځ ته کولو ته اړتیا لري.
د دې بنسټ په وینا، دغه کړنلاره باید ځانګړې خو د ځانګړي راپور ورکوونکي د کار بشپړوونکې وي او د هغې موخه به په افغانستان کې د تېرو او راروانو سرغړونو، په ځانګړې توګه د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر وړاندې د جرمونو پلټنه وي.

د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي، د یوې ځواب ویوونکې کړنلارې رامنځ ته کول به، د افغانستان د بشري حقونو د کړکېچ په زړه کې د اداري خوندیتوب سره د مبارزې لپاره یوه حیاتي وسیله وي او دا به عدالت، ريښتینولۍ او د سرغړونو قربانیانو ته د تاوان ورکولو لاس رسی پیاوړی کوي.

دغه بنسټ په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښخو او نجونو پر زده کړو او تحصیل محدویتونو ته په اشارې وايي، نور انتظار نه شي کولی او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا باید په همدې ناسته کې، یوه پیاوړې او ځواب ویوونکې کړنلاره رامنځ ته کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي، افغان ښځې او نجونې د دوی پر حقونو د طالبانو له محدویتونو سره مقاومت کوي او د بشري حقونو بنسټونه باید په عملي اقداماتو سره د هغوی تر څنګ ودرېږي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه