د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو د کابل په لوېدیځ کې یوه ځوانه نجلۍ نیولې ده

10 سپتمبر 2025
طالبانو د کابل په لوېدیځ کې یوه ځوانه نجلۍ نیولې ده

د کابل په لوېدیځ کې سرچینې وايي، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو په دشت برچي سیمه کې یوه ځوانه نجلۍ نیولې او له ځان سره یې بېولې ده.

رخشانه: دشت برچي کې دوه سرچینو رخشانې رسنۍ ته و ویل، دغه ځوانه نجلۍ تېره ورځ مازیګر مهال(سه شنبې د وږي ۱۸ مه) د ټانګ تېل په سیمه کې نیول شوې ده.

د سرچینې په وینا، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو د ښځینه ځواک له شتون پرته، دغه ځوانه نجلۍ له یوې زنانه خیاطۍ څخه راوایسته او له ځان سره یې بوتله.

د رخشانې د سرچینو د خبرو پر اساس دغه ځوانه نجلۍ تر نیولو وړاندې طالبانو په خیاطۍ کې وهلې ډبولې هم ده.

یوې له سرچینو و ویل:«خیاطۍ ته په رسېدو مې سترګې د طالبانو د امربالمعروف پر یو تن ولګېدې چې د خیاطۍ له داخل څخه د باندې راووت، هغه له ځان سره یوه شاوخوا ۱۶ کلنه نجلۍ هم راوایسته او د دوه موتر پر لور چې د کوڅې په پای کې ولاړ وو یووړه.»

هغه د خیاط په حواله وايي، دغه نجلۍ له کور څخه تر وتلو وروسته د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا څارل کېده او وروسته د خیاطۍ د ننه ونیول شوه.

د رخشانې رسنۍ په وینا، دغې ځوانې نجلۍ مناسب حجاب درلود.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

تر اوسه د دې ځوانې نجلۍ د نیولو دلیل نه دی روښانه شوی او معلومه نه ده چې هغه چېرته لېږدول شوې ده.

طالبانو په وار وار د کابل ښار څخه ښځې او نجونې د حجاب د نه مراعت کولو په تور نیولې دي.

دغې ډلې د روان کال د زمري میاشتې په لومړیو کې هم لسګونه ښځې او نجونې د کابل ښار له بېلا بېلو سیمو په ځانګړې توګه د کابل له لوېدیځ څخه نیولې او له ځان سره یې وړې دي

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه