د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومول، هېواد د تیارو او تباهۍ لور ته وړي

10 سپتمبر 2025
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومول، هېواد د تیارو او تباهۍ لور ته وړي

د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ وايي، له زده کړو د نجونو محرومول، هېواد د تیارو، شاه تګ او تباهۍ لور ته وړي.

رخشانه: د دغه اعتراضي غورځنګ غړو تېره ورځ(سه شنبې د وږي ۱۸ مه) د سواد نړیوالې ورځې په مناسب په یوه اعلامیه کې ویلي، افغان ښځې او نجونۍ د جنسیت له امله د طالبانو له خوا له زده کړو محرومې کړای شوې دي.

معترضو مېرمنو د افغان ښځو او نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو دروازو تړل کېدو ته په اشارې وايي، طالبانو هغوی یوازې د «ښځې والي په جرم» له زده کړو او تحصیل څخه محرومې کړې دي.

هغوی له زده کړو د ښځو او نجونو محرومیت«څرګند محرومیت، له بشري حقونو جدي سرغړونې، او د ټولو نړیوالو تړونونو، له هغې ډلې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې او د ښخو پر وړاندې د تبعیض د مخنیوي کنوانسیون (CEDAW) خلاف وبلل.

د ځواکمنو ښخو د اعتراضي غورځنګ غړو ویلي، له باسواده ښځو پرته به هېڅ ټولنه پرمختګ ونه کړي او له زده کړو د نجونو محرومول افغانستان د تیارو، شاته پاتې کېدو او تباهۍ لور ته بیايي.

په دې اړه نور ولولئ...

غزني کې یو ماشوم د اوبو تالاب ته لوېدلی او مړ شوی

غزني کې یوه ښځه د ناسمو درملو د تزریق له امله مړه شوې

هغوی له ملګرو ملتونو، بشري حقونو شورا، نړیوالې ټولنې او نړۍ له ټولو هېوادونو غوښتي، چې له زده کړو د افغان ښځو او نجونو د محرومیت پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.

همدارنګه معترضو مېرمنو له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له سیاسي او دیپلوماتیکو لارو پر طالبانو فشار راوړي، تر څو د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

اړوندې لیکنې

یان اګلنډ: د مرستو کمېدا د افغان نجونو او ښځو لپاره ناورین دی
خبر

یان اګلنډ: د مرستو کمېدا د افغان نجونو او ښځو لپاره ناورین دی

12 سپتمبر 2026
ننګرهار: په دوه جلا پېښو کې یو ماشوم مړ او درې نور ټپیان دي
خبر

ننګرهار: په دوه جلا پېښو کې یو ماشوم مړ او درې نور ټپیان دي

10 سپتمبر 2026
د بشري حقونو څارډله: له پاکستان نه د افغان زده کوونکو نجونو ایستل د هغوی زده کړې او امنیت ګواښي
خبر

د بشري حقونو څارډله: له پاکستان نه د افغان زده کوونکو نجونو ایستل د هغوی زده کړې او امنیت ګواښي

10 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: له هرو پنځو نجونو یوه هغه ۱۸ کلنۍ ته له رسېدو مخکې د ماشومانه واده قرباني کېږي
خبر

ملګري ملتونه: له هرو پنځو نجونو یوه هغه ۱۸ کلنۍ ته له رسېدو مخکې د ماشومانه واده قرباني کېږي

10 سپتمبر 2026
د بښنې نړیوال سازمان: له پاکستان نه د افغان محصلو نجونو ایستل به جدي پایلې ولري
خبر

د بښنې نړیوال سازمان: له پاکستان نه د افغان محصلو نجونو ایستل به جدي پایلې ولري

10 سپتمبر 2026
ولکر تورک: افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت نور هم مخ په خرابېدو دی
خبر

ولکر تورک: افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت نور هم مخ په خرابېدو دی

9 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه