د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو په څلورو ولایتو کې د شپږو ښځو په ګډون ۳۰ تنه په دورو وهلي

11 سپتمبر 2025
طالبانو په څلورو ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۲۳ تنه په دورو وهلي

طالبانو روانه اوونۍ تخار، کابل، بلخ او بغلان ولایتونو کې د شپږو ښځو په ګډون ۳۰ تنه د بېلا بېلو تورونو له امله، عام محضر کې په دورو وهلي دي.

رخشانه: دغه کسان د «له واده بهر جنسي اړیکې، ټابلېټ کا نشه يي ګولیو، چرش او شیشې د پېر، پلور او قاچاق، نامشروع اړیکې، اخلاقي فساد، له کوره تېښتې او غلا» په تورو دې څلورو ولایتونو کې په دورو وهلي دي.

یکشنبې د (د وږي ۱۱۶ مه) یو تن «له واده بهر جنسي اړیکې» په تور د تخار ولایت درقد ولسوالۍ کې د خلکو پر وړاندې ۳۹ دورې وهل شوی او څلور کاله تنفذي بند سزا ورته اورول شوې ده.

چهارشنبې (د وږي ۱۹ مه) د دوه ښځو په ګډون ۱۸ تنه«له واده بهر جنسي اړیکې، ټابلېټ کا نشه يي ګولیو، چرش او شیشې د پېر، پلور او قاچاق، نامشروع اړیکې، اخلاقي فساد، له کوره تېښتې» په تور په کابل، بلخ او بغلان ولایتونو کې د خلکو پر وړاندې په دورو وهل شوي.

۱۴ تنه د « ټابلېټ کا نشه يي ګولیو، چرش او شیشې د پېر، پلور او قاچاق» په تور په کابل کې له ۲۰ تر ۳۹ دورې و وهل شول.
دغه کسان کابل کې د طالبانو د نشه يي توکو او مسکراتو ضد محکمې د پرېکړې پر اساس له لسو میاشتو تر دې کلونو او شپږو میاشتو تنفذي بند باندې هم محکوم شوي دی.

د یوې ښځې په ګډون دوه تنه د«نامشروع اړیکې» په تور په بلخ ولایت کې د خلکو پر وړاندې ۳۹ دورې وهل شوي او یو کال تنذي بند سزا ورته اورول شوې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د یوې ښځې په ګډون دوه تنه نور بیا د «اخلاقي فساد او کوره د تېښتې» په تور د بغلان الینګار ولسوالۍ کې د خلکو پر وړاندې ۳۹ دورې وهل شوي دي.

دغه کسان د بغلان الینګار ولسوالۍ کې د طالبانو د ابتدایه محکمې له خوا د اووه کاله تنفذي بند سزا هم اورول شوې ده.

پنشنې (د وږي ۲۰ مه) د څلورو ښځو په ګډون ۱۱ تنه د «نامشروع اړیکې او غلا» په تور د تخار ولایت په ینګي قلعه او خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د خلکو پر وړاندې په دورو و وهل شول.

دغه کسان د تخار ینګي قلعه او خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د طالبانو د ابتدایه محکمې له لوري له څلورو میاشتو تر درې کلونو په تنفذي بند هم محکوم شوي دي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه