د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د محمد علي جناح روغتون د ارتوپیدي څانګې توکي او روغتیايي کارکوونکي د کابل له لوېدیځه، ختیځ ته لېږدول شوي دي

15 سپتمبر 2025
د محمد علي جناح روغتون د ارتوپیدي څانګې توکي او روغتیايي کارکوونکي د کابل له لوېدیځه، ختیځ ته لېږدول شوي دي

د کابل لوېدیځ محمد علي جناح روغتون کې سرچینې وايي، د دې روغتون د ارتوپیدي څانګې توکي او روغتیايي کارکوونکي، له لوېدیځ نه ختیځ ته لېږدول شوي دي.

رخشانه: د کابل لوېدیځ ته د محمد علي جناح روغتون کې یوې سرچینې رخشانې رسنۍ ته و ویل، دغه پرېکړه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له خوا شوې ده.
د رخشانې رسنۍ سرچینې زیاته کړه، د طالبانو د دې پرېکړې له مخې، د یاد روغتون د ارتوپیدي څانګه چې مراجعین یې کم، خو ځای یې زیات نیولی وو، له محمد علي جناح روغتون څخه بل ځای ته لېږدول شوې ده.

د هغه په وینا، د محمدعلي جناح روغتون د توکو او روغتیايي کارکوونکو تر لېږد وروسته، د هغې خونې د جراحۍ څانګې ته سپارل شوې دي.

د رخشانې رسنۍ سرچینې مشخصه نه کړه، چې د طالبانو د پرېکړې پر اساس د محمد علي جناب روغتون په کومه کچه روغتیايي کارکوونکي د ارزان قیمت سیمې ته لېږدول شوي دي.

په ورته وخت د طالبانو د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د محمدعلي جناح روغتون توکي، د خدماتو د کمزورتیا، ځای د کمښت او روغتیايي معیارونو د نه وړاندې کولو له امله د کابل له لوېدیځ نه ختیځ ته لېږدول شوي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل نن (یکشنبې د وږي ۲۳ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، خلکو د محمد علي جناح روغتون د خدماتو وړاندې کولو څخه شکایت درلود او دغه وزارت د یادې ستونزې د حل په موخه د هغې د توکو په لېږد لاس پورې کړی دی.

هغه پر دوام لیکلي، په تېره یوه لسیزه کې د کابل د ختیځ ارزان قمیت سیمې خلکو ته هېڅ ډول پاملرنه نه ده شوې او هغوی هېڅ تخصصي روغتون نه لري.

په اعلامیه کې راغلي، ارزن قمیت سیمې ته د دې روغتون د لېږد یو لامل د کابل – جلال آباد لویې لارې ته د هغې نېږدې والی دی، چې کابو هره ورځ هېوادوال د «ترافیکي پېښو او تروما» له امله ژوند له لاسه ورکوي او اړتیا ده، چې په دې سیمه کې یو تخصصي روغتون شتون ولري.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

د اعلامیې پر بنسټ، د طالبانو له لوري د محمد علي جناح روغتون ۲۵۰ تنه روغتیايي کارکوونکي، د کابل ختیځ کې یوې شپږ پوړیزه ودانۍ ته لېږدول شوي، تر څو د دې سیمې خلکو ته خدمات وړاندې کړي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند پر دوام وايي، دا مهال د محمد علي جناح روغتون ۷۵۰ تنه روغتیايي کارکوونکي د کابل د لوېدیځ خلکو ته خدمات وړاندې کوي او مراجیعن د پخوا په شان دوام لري.
هغه ټينګار کړی، چې د کابل لوېدیځ کې دوه، د حضرت بلال ۵۰ بستریز او د برچي ۱۰۰ بستریز روغتونونه د سیمې اوسېدونکو ته خدمات وړاندې کوي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت معلومه کړې نه ده، چې د محمد علي جناح روغتون د کومې برخې توکي او روغتیايي کارکوونکي د کابل له لوېدیځه و ختیځ ته لېږدولي دي.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه