د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: افغانستان کې دیموکراسي په بشپړه توګه له منځه تللې

15 سپتمبر 2025
معترضې ښځې: افغانستان کې دیموکراسي په بشپړه توګه له منځه تللې

په جلا وطنۍ کې د افغان ښځو اعتراضي غورځنګ اعلان کړی، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې دیموکراسي په بشپړه توګه له منځه تللې ده.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو نن (دوشنبې د وږي ۲۴ مه) د دیموکراسۍ له نړیوالې ورځې سره هم مهاله ویلي، دیموکراسي له بنسټیزو ارزښتونو چې پر خپلواکۍ، برابرۍ، سیاسي او ټولنیز برخلیک په ټاکلو کې د نړیوال ګډون پر بنسټ ولاړ دي یادونه ده.
په جلا وطنۍ کې د افغان ښځو د دې اعتراضي غورځنګ غړو ویلي، په افغانستان کې دیموکراسي او د یوې خپلواکې ټولنې ارزښتونو په بشپړه توګه له منځه وړل شوي دي.

هغوی د ښځو او نجونو پر حقونو او اساسي خپلواکیو د طالبانو محدویتونو ته په اشارې زیاته کړې، چې هغوی نه یوازې د زده کړوو کار او ټولنیز ګډون له حق څخه محرومې کړای شوې، بلکې عملآ د تابعیت له هویت څخه لرې کړای شوې دي.

اعلامیه کې راوړل شوي:«افغانستان د خپل یو له تر ټولو تور تاریخ څپرکیو کې په یوه داسې هېواد بدل شوی، چې په هغه کې «دیموکراسي په بشپړه توګه رد شوې ده.»

معترضو مېرمنو ویلي، د ښځو حذفول یوازې د افغانستان تر پولو نه دي ایسار، بلکې سلګونه زره افغان ښځې او نجونې، چې ګاونډیو هېوادونو ته یې پناه وړې هم په زور او جبر سره ایستلو او همدغه جغرافیې ته پر ګرځولو سره مخ دي، چې په هغه کې دوی ته هېڅ ډول حق شتون نه لري.

هغوی په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت ته په اشارې وايي، چې هغوی «نه امنیت لري، نه زده کړو او درملنې ته بسندویه لاسرسی او نه هم د مېشتېدو لپاره کوم تضمین.»

معترضو ښځو په ایران او پاکستان کې پر افغان کډوالو محدویتونه د بشري حقونو څخه ښکاره سرغړاوی او د دیموکراسۍ او د کډوالو د نړیوالو کنوانسیونونو له ارزښتونو سره په ټکر کې وبلل.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

په جلا وطنۍ کې د افغان ښځو اعتراضي غورځنګ ټينګار کړی، دیموکراسي هغه وخت مانا لري، چې هېڅ انسان په ځانګړې توګه ښځې له خپلو اساسي حقونو محرومې نه شي.

هغوی له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو مخنیوی وکړي او د هغوی لپاره د ملاتړ او خوندي ځایونو شرایط برابر کاندي.

دغه راز معترضو مېرمنو دا هم ویلي، د ښځو لپاره برابر حقونو او د پرېکړې کولو په ټولو کچو کې د ګډون له تضمین پرته به، د افغانستان د راتلونکې لپاره هېڅ سیاسی حل مشروع نه وي

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه