د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یوناما: د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو محدویت د مرستو رسولو بهیر له خنډ سره مخ کړی دی

15 سپتمبر 2025
یوناما: د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو محدویت د مرستو رسولو بهیر له خنډ سره مخ کړی دی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې رزا اوتنبایوا وايي، د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو د طالبانو تازه محدویتونو د مرستو رسولو بهیر له خنډ سره مخ کړی دی.

رخشانه: یوناما نن (دوشنبې د وږي ۲۴ مه) پر خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، اوتنبایوا د کونړ له زلزله ځپلو سیمو لیدنه وکړه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د کونړ له زلزله ځپلو سیمو د لیدنې پر مهال ویلي، دغې طبیعي پېښې کابو نیم میلیون کسان بېړنیو مرستو ته اړ کړي دي.

اوتنبایوا زلزله ځپلو کسانو ته د ژمي له رارسېدو وړاندې، د بېړنیو بشري مرستو پر رسولو ټینګار کړی دی.

هغې ټينګار کړی، چې ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو چمتو کولو په موخه، د ۱۳۹ میلیون ډالرو غوښتنه کړې او د دې کچې پیسو له چمتوالي پرته به، سلګونه زره کورنۍ له خوراکي توکو او سرپناه پرته یخ ژمي سره مخ شي.

د یوناما مشرې په ملګرو ملتونو پورې تړلو بنسټونو کې د ښځو پر کار ممنوعیت ته په اشارې وايي، د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د دغه محدویتونو له امله، له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکو افغان کډوالو ته د نغدو پیسو د وېش لړۍ په لنډمهالې توګه درولې ده.

هغې ویلي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د ښځینه کارکوونکو پرته نه شي کولی، شاوخوا ۵۲ سلنه راستنېدونکي کډوال ثبت کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ټينګار کړی، چې اړمنو کسانو، په ځانګړې توګه هغو ښځو او ماشومانو ته چې زلزله کې ځپل شوي، د مرستو رسولو برخه کې د ښځینه وو له شتون څخه انکار د نه منلو دی.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

اوتنبایوا ویلي:«افغان ښځې یوازې ګټه اخیستونکې نه دي، هغوی د مرسته کولو عملیاتو لپاره د ملا تیر دي او د هغوی له شتون پرته په لازمه کچه مرستې رسول امکان نه لري.»

هغې نړیواله ټولنه بېړني اقدام کولو ته رابللې او خبرداری یې ورکړی، چې ډېری کورنۍ به په ساړه ژمي کې له سخت ناورین سره مخ شي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه