د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو سرپل کې یوه نجلۍ په زور نکاح کړې او هلمند ته یې وړي

16 سپتمبر 2025
طالبانو سرپل کې یوه نجلۍ په زور نکاح کړې او هلمند ته یې وړي

سرپل کې سیمه ییزو سرچینو ادعا کړې، چې د دې ولایت امنیه قوماندان او د امربالمعروف رییس یوه نجلۍ په زور د خپلې ډلې یوه غړي ته نکاح کړې او هلمند ته یې بیايي.

رخشانه: سرپل کې یوې سرچینې رخشانې رسنۍ ته په دوه لېږل شویو ویډیوګانو کې ویلي، دغه ځوانه نجلۍ نن (سه شنبې د وږي ۲۵ مه) له دې ولایت څخه هلمند ته بېول کېږي.

د سرچینې په وینا، دغه نجلۍ کال وړاندې په زور د طالبانو یوه غړي ته نکاح شوې وه.

سرچینه وايي، دغه نجلۍ د سرپل اصلي اوسېدونکې ده، ۱۸ کاله عمر لري، په قوم ازبکه ده خو خاوند یې د هلمند ولایت اوسېدونکی او په قوم پښتون دی.

د رخشانې رسنۍ سرچینه زیاتوي، دغې جوړې له یوه کال راپدېخوا په سرپل ولایت کې ژوند کاوه، خو اوس یې خاوند غواړي، هغه او ماشوم زوی یې هلمند ته ولېږدوي.

دغې ځوانې ښځې هلمند ولایت ته له تګ سره مخالفت کړی او په همدې دلیل د سرپل د امنیه قوماندان او د امربالمعروف د رییس عبدالبصیر مظهري او خپل خاوند له خوا نیول شوې او زندان ته اچول شوې ده.

په یوه ویډیو کې چې رخشانې رسنۍ تر لاسه کړې، یوه ښځه د زندان د ننه په یوه کوټه کې چې دا او زوی یې په کې ساتل کېږي ځان ښيي او وايي دوه شپې ورځې کېږي، چې په دغه ځای کې زنداني شوې ده.

هغه په دې ویډیو کې وايي، په وار وار د خاوند له خوا وهل شوې ډبول شوې او د طالبانو د امنیت رییس، د دې خاوند ته لارښونه کړې، چې خپله ښځه و وهي او په زور یې هلمند ته ولېږدوي.

دا په دې ویډیويي کلپ کې وايي:«د سرپل د ملي امنیت رییس زما خاوند ته زنګ وهي، چې ښځه دې وډبوه، درمل ورکړه، ویې وژنه، موټر ته یې واچوه او له زوی سره یې یو ځای هلمند ته ولېږدوه، خو زه هلمند ته نه ځم.»
دغه ځوانه ښځه زیاتوي، چې هېڅوک یې خبرو ته غوږ نږدي او پاملرنه ورته نه کوي.

په یوه بله ویډیو کې چې رخشانې رسنۍ تر لاسه کړې، یوه ښځه له اوښکو په ډکو سترګو وايي، لور یې د «امربالمعروف د رییس او امنیت د رییس» په امر هلمند ته بېول کېږي.

هغه په دې ویډیو کې د لېږد ځای او د خپلې لور د لېږدولو د څرنګوالي په اړه په څرګنده څه نه وايي.
د دغه ویډیو د کره ثبت او ځای په اړه معلومات نشته.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

هغې سرچینې چې دا ویډیوګانې یې لېږلې ادعا کوي، چې دغه نجلۍ او د کورنۍ هېڅ غړی یې دې نکاح ته راضي نه وو او اوس هم هلمند ته د هغې له بېولو سره مخالف دي.

سرچینې زیاته کړې، په سرپل کې د طالبانو امنیه قوماندان او د امربالمعروف رییس «د طالبانو یوه غړي ته اجازه او امر ورکړی وو، چې دغه نجلۍ په زور واده کړي او ویې لږدوي.»

رخشانه رسنۍ په خپلواکه توګه د دغې پېښې پخلی نه شي کولی.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه