د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یونیسف: د افغانستان ختیځ کې د زلزلې تر نیمايي زیات قربانیان ماشومان دي

16 سپتمبر 2025
یونیسف: د افغانستان ختیځ کې د زلزلې تر نیمايي زیات قربانیان ماشومان دي

انځور: یونیسف

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی، چې د افغانستان ختیځ کې د مرګونې زلزلې تر نیمايي زیات قربانیان ماشومان دي.

رخشانه: دغه بنسټ نن (سه شنبه د وږي ۲۵ مه) پر خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، د قربانیانو تر منځ داسې ماشومان شته چې یوازې تر کنډوالو لاندې پاتې شوي دي.

یونیسف پر دوام لیکلي، د دغه طبیعي پېښې په پایله کې تر نیم میلیون زیات کسان اغېزمن شوي او زرګونه د استوګنې کورونو زیان لیدلی یا ویجاړ شوي دي.

دغه بنسټ زیاته کړې، چې د دې طبیعي پېښې په پایله کې کورنۍ د سترګو په رپ کې سره وپاشل شوې.

د یونیسف په وینا، په طبیعي پېښو کې تر ډېره ماشومان کړاونه زغمي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، د افغانستان ختیځ کې زلزله ځپلي ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دغه بنسټ ټينګار کړی، چې له خپلو شریکانو سره په سیمه کې شتون لري او د ماشومانو او کورنیو په دې ملاتړ سره ځواب وايي.

یونسف د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره د ۲۲ میلیون ډالرو غوښتنه کړې، تر څو د ۲۱۲ زره ماشومانو په ګډون ۴۰۰ زره تنه تر بشري مرستو لاندې راولي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د ماشومانو د ساتنې بنسټ څه موده وړاندې په یوه راپور کې ویلي وو، د هېواد ختیځ کې د زلزلې له امله ۲۶۰ زره ماشومان اغېزمن شوي، چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه