د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

افغانستان کې له زده کړو د نجونو محرومیت، د کم عمره ودونو او ماشومانو د زېږون زیاتوالی

17 سپتمبر 2025
افغانستان کې له زده کړو د نجونو محرومیت، د کم عمره ودونو او ماشومانو د زېږون زیاتوالی

انځور: یونیسف.

افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو د نجونو محرومیت د «رواني روغتیا، کم عمره ودونو او د ماشومانو تر منځ د زېږون کچې» د زیاتوالي لامل شوی دی.

رخشانه: یونیسف نن (چهارشنبې د وږي ۲۶ مه) پر خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو د نجونو د محرومیت څخه څلور کلونه تېر شوي.

افغانستان کې د یونیسف اجرائوي مشر کاترین راسل ویلي، د ۲۰۲۵ کال تر پای پورې به له ۲.۲ میلیونه څخه زیاتې نجونې، افغانستان کې له زده کړو لرې کړای شي.

هغې زیاته کړې، روان کال به له ګاونډیو هېوادونو له ۲ میلیونه څخه زیاتو کډوالو په راستنېدو سره، د هغه نجونو شمېر چې ښوونځي ته د تګ جوګه نه دي زیات شي.

افغانستان کې د یونیسف اجرائیوي مدیر له زده کړو د نجونو محرومیت بې عدالتي بللې وايي، دغه مخنیوی د هېواد د اوږد مهاله ثبات او پرمختګ لپاره ژور ګواښ دی.
هغه ویلي«رواني روغتیايي ستونزې، کم عمره ودونه او په ماشومانو کې د زېږون کچې لوړوالی» پر زده کړو د محدویت له امله زیاتوالی موندلی دی.

راسل د هېواد په ختیځ کې مرګونې زلزلې ته په اشارې وايي، د دغې طبیعي پېښې په ترڅ کې یوزر ۱۷۲ ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه په بېړنیو حالاتو کې پر زده کړو د سمبال او روزل شویو ښځو، روغتیايي او ټولنیزو کارکوونکو په حیاتي رول ټينګار وکړ وايي، د بشري خدماتو وړاندې کولو کې د ښځو شتون اړین دی.

راسل له طالبانو غوښتي، هر څومره ژر چې کېدای شي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

۱۴۶۱ ورځې کېږیو چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې او په دولتي او خصوصي پوهنتونو کې یې هم د نجونو د تحصیل مخه بنده کړې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د طالبانو له لوري د دې محدویتونو له لګولو وروسته، ډېری نجونو په انلاین ټولګیو کې د زده کړو لپاره ګډون وکړ او زده کړې یې کولې.

خو طالبانو په تازه اقدام کې په ۱۱ ولایتونو کې د نوري فایبر او وای فای انټرنټ ته د کاروونکو لاسرسی پرې کړ، دغه محدویت د دې لامل شوی، چې لسګونه زره زدکړیالان په ځانګړې توګه زده کوونکې نجونې، له انلاین زده کړو بې برخې شي.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه