د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو په یوولس ولایتونو کې نوري فایبر او وای فای انټرنېټ ته لاس رسی پرې کړی

17 سپتمبر 2025
طالبانو په یوولس ولایتونو کې نوري فایبر او وای فای انټرنېټ ته لاس رسی پرې کړی

انځور: جواد رسا

په څو ولایتونو کې سیمه ییزه طالب چارواکو او سرچینو ویلي، دغې ډلې، د هېواد په لږ تر لږه ۱۱ ولایتونو کې نوري فایبر او وای فای انټرنېټ ته د خلکو لاسرسی بند کړی دی.

رخشانه: کندوز، تخار او بغلان ولایتونو کې دریو سرچینو رخشانۍ رسنۍ ته پخلی وکړ، چې له نن (چهارشنبې د وږي ۲۶ مې) راهیسې نوري فایبر او وای فای انټرنټ ته لاسرسی پرې شوی دی.

د سرچینې په وینا، د طالبانو له لوري په دغه ولایتونو کې د فایبر نوري او وای فای نېټ ته لاسرسی په شپړه توګه پرې شوی دی.

تر اوسه پورې په بلخ، کندهار، هلمند، اروزګان، نیمروز، کندوز، تخار، غور، بدخشان او بغلان ولایتونو کې خلک د نوري فایبر او وای فای انټرنټ له خدماتو محروم شوي دي.

هرات کې هم سرچینې وايي، په دې ولایت کې نوري فایبر انټرنټ پرې شوی خو د ځینو وای فای شرکتونو نېټ پرې شوی او د ځينو لا هم کار کوي.

کابل کې د وای فای انټرنېټ وړاندې کوونکو شرکتونو څخه د یوه کارکوونکي د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته و ویل، طالبان غواړي په دې ښار کې هم پر خلکو د نوري فایبر او وای فای انټرنېټ پرې کړي.

د سرچینې په وینا، اترا ادارې ټولو انټرنېټي شرکتونو ته مکتوب لېږلی، چې په ټولو ولایتونو کې د وای فای او نوري فایبر انټرنېټ باید له مهال وېش سره سم پرې کړای شي.

هغه ویلي، طالبانو په بلخ، کندهار او هرات ولایتونو کې د انټرنېټي شرکتونو خدمات بند کړي دي.

سرچینې، په ولایتونو کې د انټرنېټ بندېدو کره وخت او دا چې دغه حکم به کله په ټول هېواد کې پلی شي، څه ونه ویل.

په ورته وخت ننګرهار کې طالب چارواکو ویلي، په دغه ولایت کې به هم د نورو ولایتونو په شان د فایبر نوري انټرنېټ پرې شي.

ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست امر قریشي بدلون نن (چهارشنبې د وږي ۲۶ مه) رسنیو ته ویلي، په دې ولایت کې به هم ډېر ژر د نوري فایبر انټرنېټ بند شي.

په دې اړه نور ولولئ...

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

د هغه په وینا، ننګرهار کې د نوري فایبر انټرنېټ پرېکېدو پسې به په ټولو ختیځو ولایتونو کې انټرنېټ ته د خلکو لاس رسی پرې شي او ښايي دا لړۍ د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.

نوموړي ویلي، انټرنېټ د اخلاقي فساد د مخنیوي او ټولنې د سمون په دلیل د خلکو پر مخ پرې کېږي.

تېره ورځ بلخ کې د طالبانو د والي ویاند عطاالله زید هم د انټرنېټ د پرېکېدو دلیل له منکراتو مخنیوی بللی وو.

بلخ کې د طالبانو د والي ویاند ویلي وو، په دغه ولایت کې د نوري فایبر انټرنېټ د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده په امر پرې شوی دی.

د طالبانو دې پرېکړې د هېواد په ګوت ګوټ کې د خلکو غبرګونونه راپارولي دي. د خلکو په اند، د طالبانو دې پرېکړې، اطلاعاتو او انلاین زده کړو ته د خلکو لاسرسی محدود کړی او د هغوی پر انلاین کار وبار، سوداګرۍ او اړیکو به هم منفي اغېز وکړي.

اړوندې لیکنې

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې
خبر

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026
طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې

6 سپتمبر 2026
زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه
خبر

زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه

5 سپتمبر 2026
«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو
خبر

«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو

5 سپتمبر 2026
نورستان کې یوه ځوانه نجلۍ له نامحرم سره د اړیکې په تور د کورنۍ د غړو له خوا وژل شوې
خبر

نورستان کې یوه ځوانه نجلۍ له نامحرم سره د اړیکې په تور د کورنۍ د غړو له خوا وژل شوې

3 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه