د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

فایق:افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه د معاملې وړ نه دي

18 سپتمبر 2025
فایق:افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه د معاملې وړ نه دي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي، افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه د معاملې وړ نه دي.

رخشانه: فایق تېره ورځ (چهارشنبې د وږي ۲۶ مه) نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناسته کې و ویل، له طالبانو سره تعامل باید په اصولو پورې تړلې وي.

ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست زیاته کړې، د جنسیتي توپير پای ته رسول او د بشریت ضد جنایتونو پر وړاندې د طالبانو ځواب ویوونکي کول اړین دي.

فایق افغانستان کې د طالبانو څلور کلنې واکمنۍ ته په اشارې ویلي چې«د آرامۍ د ادعا پر عکس، حقیقت له مخ پر زیاتېدو ځپلو، بشري پاشلتیا، د حذفېدو په درشل کې د سیاسي او نسلي بنبست پرته بله څه نه دي.»

هغه په خپله وینا کې ویلي، افغانستان کې مدني فضا د «ورکېدو» په حال کې ده او طالبانو پر «سیاسي خبرو اترو، رسنیو، شعر، کلتوري غونډو او ان د جنازې په دعاوو هم محدویتونه لګولي دي.

هغه پر دوام زیاته کړې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې پر قومي او مذهبي لږکیو په ځانګړې توګه د هزارګانو پر وړاندې اجباري کډوالۍ او هدفي بریدونه دوام لري.

فایق په خپله وینا کې ویلي، د روان کال په اوړي کې لږ تر لږه ۶۰ ښځې او نجونې د طالبانو له لوري په خپل سر نیول شوې دي.

هغه په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدویتونو ته په اشارې وايي، دغې ډلې د نورو محدویتونو سربېره، له هغوی کاري فرصتونه هم اخیستي او مرستندویه بنسټونه یې تر فشار لاندې راوستي، چې ښځینه کارکوونکې کمې کړي.

نوموړي دغه سیستماتیک محدویتونه «جنسیتي توپیر» تایید وباله ویې ویل، په ملګرو ملتونو او نورو بهرنیو بنسټونو کې د ښځو د کار مخنیوی، بشري ناورین او اقتصادي مصیبت له ځان سره لري، چې دوام یې د افغانستان بیارغونه فلج کړې ده.

فایق د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د نوري فایبر او وای فای انټرنېټ پرې کېدو ته په اشارې وايي، طالبانو په دې کار سره د انلاین زده کړو مخنیوی وکړ.

د هغه په وینا، یادې ډلې افغانستان کې د خپلې څلورکلنې واکمنۍ په ترڅ کې کابو ۳۲ زره دیني مدرسې جوړې کړې، چې په دغو مدرسو کې ۳ سوه زره ماشومان زده کړې کوي.

هغه په هېواد کې د دیني مدرستو جوړول د اندېښنې وړ وبلل وايي:«دغه اندېښمنوونکې لارې د افراطیت تخم شیندي، زده کړې ځپي او د افغانستان د راتلونکي نسل فکري پاشلتیا له ځانه سره لري.»

په دې اړه نور ولولئ...

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

فایق ویلي، له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکي ګډوال په پراخه کچه د بشري حقونو له سرغړاوي سره مخ دي. ښځې، نجونې او د مخکني نظام امنیتي ځواکونه او کارکوونکي د عمومي عفوې پر خلاف په خپل سر نیول کېږي، ربړول کېږي او زنداني کېږي.

نوموړي د ملګرو ملتونو د سرمشنی د راپور په استناد وايي، دا مهال ۲۹ زره او ۵۰۰ کسان د طالبانو په زندانونو کې ساتل کېږي، چې دا له ۲۰۲۱ کال راپدېخوا تر ټولو لوړه کچه ده.

فایق د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې ویلي، چې د بندیزونو، څار او سیمه ییزې همکارۍ پر مټ دې، د افغانستان بیا د ترهګرو په مرکز له بدلېدو مخنیوی وشي.

دغه راز فایق زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې دې د خلکو د ریښتینو استازو، ښځو او ځونانونو په ګډون، له یوې باوري سیاسي کړنلارې ملاتړ وشي.

هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې بشري مرستې باید بې پرې، اصولي او له قید او شرط پرته وي

اړوندې لیکنې

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې
خبر

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026
طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې

6 سپتمبر 2026
زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه
خبر

زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه

5 سپتمبر 2026
«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو
خبر

«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو

5 سپتمبر 2026
نورستان کې یوه ځوانه نجلۍ له نامحرم سره د اړیکې په تور د کورنۍ د غړو له خوا وژل شوې
خبر

نورستان کې یوه ځوانه نجلۍ له نامحرم سره د اړیکې په تور د کورنۍ د غړو له خوا وژل شوې

3 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه