د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: چوپتیا او له طالبانو سره تعامل د افغان ښځو او بشري حقونو له اصولو سره ښکاره خیانت دی

18 سپتمبر 2025
معترضې ښځې: چوپتیا او له طالبانو سره تعامل د افغان ښځو او بشري حقونو له اصولو سره ښکاره خیانت دی

د افغانستان د عدالت غوښتونکو ښځو اعتراضي غورځنګ وايي، چوپتیا او د طالبانو سره تعامل د افغان ښځو او بشري حقونو له اصولو سره ښکاره خیانت دی.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو نن (پنشنبې د وږي ۲۷ مه) په یوه پرېکړه لیک کې لیکلي، پر واټونو د ښځو د اعتراضونو په مخنیوي سره دوی په کورونو کې اعتراضي غونډې کوي تر څو«د عدالت غوښتنې چیغې او مقاومت نه غلی پاتې نه شي.»

د افغانستان د عدالت غوښتونکو ښځو د اعتراضي غورځنګ په پرېکړه لیک کې راغلي، دوی اعتراض د طالبانو د سیستماتیک ظلم پر وړاندې د ښځو د مبارزې یوه برخه بولي.

د دې اعتراضي غورځنګ غړو ویلي، طالبانو غیر انساني قوانینو په تپلو، له ټولنیز ژوند، زده کړو او اقتصاد څخه د ښځو په لرې کولو سره د ښکاره جنایت او جنسیتي توپیر پر بنسټ ولاړ نظام مرتکب شوي دي.

هغوی طالبان«د ښځو او بشریت پر وړاندې جنایت کوونکي» بللي او نړیوالۍ ټولنې ته په خطاب کې وايي، د طالبانو پر وړاندې چوپتیا او ورسره تعامل، له افغان مېرمنو او بشري حقونو له اصولو سره د ښکاره خیانت په څېر دی.

معترضو مېرمنو ویلي، د طالبانو هر ډول په رسمیت پېژندل او یا ورسره همکاري، د جنسیتي توپیر سره یو لاسي او د دغې ډلې جنایاتو ته د مشروعیت ورکول دي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

هغوی له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د طالبانو جنسیتي توپير په رسمیت وپېژني او هغه د بشریت پر وړاندې د جنایت په توګه محکوم کړي.

معترضو مېرمنو دغه راز له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له طالبانو سره هر ډول سیاسي او دیپلوماتیک تعامل باید ودرول شي.

هغوی د افغان مېرمنو د بېړني او تل پاتې ملاتړ غوښتنه کړې وايي، له افغان ښځو ملاتړ باید د نړیوالو بنسټونو او دولتونو کړنلاره ورګرځول شي.

د عدالت غوښتونکو ښځو د غورځنګ غړو له ښځو غوښتي، چې د طالبانو له ګواښونو او محدویتونو سره سره، اعتراضي غونډې وکړي او له مقاومت څخه لاس په سر نه شي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه