د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو په څلورو ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۲۲ تنه په دورو وهلي

18 سپتمبر 2025
طالبانو په پنځو ولایتونو کې د دریو ښځو په ګډون ۱۰ تنه په دورو وهلي

عکس: APF

طالبانو روانه اوونۍ په خوست، فراه، بغلان او کابل ولایتونو کې د بېلا بېلو تورونو پر اساس، د یوې ښځې په ګډون ۲۲ تنه په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

رخشانه: دغه کسان د «اخلاقي فساد، لواطت، جګړې، نامشروع اړیکې او نشه کوونکو ګولیو، الګولي مشروباتو او چرسو د پېر، پلور او قاچاق» په تور په دغه ولایتونو کې په دورو وهلي دي.

د دوشنبې په ورځ د (وږي ۲۴ ه) د یوې ښخې په ګډون ۱۱ تنه د «اخلاقي فساد، لواطت، جګړې او نامشروع اړیکې» په تور په خوست او فراه ولایتونو کې د خلکو پر وړاندې په دورو وهل شوي دي.

شپږ تنه د «اخلاقي فساد او لواطت» په تور د خوست ولایت په سپرې ولسوالۍ کې د خلکو پر وړاندې ۳۹ دورې وهل شوي او پنځه کاله تنفذي بند سزا باندې هم محکوم شوي دي.

د یوې ښخې په ګډون پنځه تنه نور بیا د «جګړې او نامشروع اړیکې» په تور د فراه ولایت په بالابلوک او شېب کوه ولسوالیو کې د خلکو پر وړاندې له ۲۰ تر ۳۹ دورې وهل شوي دي.
معلومه نه ده، چې دې کسانو ته څومره موده بند اورول شوی دی.

د سه شنبې ورځ د (وږي ۲۵ مه) ۱۱ تنه د «اخلاقي فساد او نشه کوونکو ګولیو، الګولي مشروباتو او چرسو د پېر، پلور او قاچاق» په تور په بغلان او کابل ولایتونو کې د خلکو پر وړاندې په دورو وهل شوي دي.

یو تن د «اخلاقي فساد» په تور د بغلان ولایت خوست ولسوالۍ کې د خلکو پر وړاندې ۳۵ دورې وهل شوی او یو کال، یوه میاشت او ۲۱ ورځې تنفذي بند باندې محکوم شوی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

۱۰ تنه نور بیا «د نشه کوونکو ګولیو، الګولي مشروباتو او چرسو د پېر، پلور او قاچاق» په تور په کابل ولایت کې له ۱۰ تر ۳۹ دورې وهل شوي دي.

دغه کسانو ته کابل کې د طالبانو د نشه يي توکو او مسکراتو ضد ابتدایه محکومې له خوا له لسو میاشتو تر یوه کاله او شپږ میاشتو پورې د تنفذي بند سزا هم اورول شوې ده.

طالبانو د تېرې اوونۍ په جریان کې هم د شپږو ښخو په ګډون ۳۰ تنه د بېلا بېلو تورونو پر بنسټ په تخار، کابل، بلخ او بغلان ولایتونو کې په عام محضر کې په دورو وهلي وو.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه