د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګري ملتونه: افغان ښځې او نجونې له زلزلې وروسته له زیاتو ګواښونو سره مخ دي

20 سپتمبر 2025
کونړ او ننګرهار کې د زلزلې له ۵۰ سلنه زیات قربانیان ښځې او نجونې دي

انځور:UNFPA

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه (UN Women) وايي، افغانستان کې له زلزلې وروسته ښځې او نجونې له لا زیاتو ګواښونو په ځانګړې توګه له جنسیتي تاوتریخوالي او کم عمره ودونو سره مخ دي.

رخشانه: دغه بنسټ تېره ورځ ناوخته( جمعه د وږي ۲۸ مه) پر خپله اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره لیکلي، د افغانستان ختیځ کې له زلزلې تر ټولو زیات زیان ښځو ته رسېدلی دی.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې استازې سوزان فرګوسن په دې ټينګار سره، چې د افغانستان ختیځ کې د شوې زلزلې تر نیمايي زیات قربانیان ښځې او نجونې دي ویلي، د افغانستان ختیځ کې د زلزلې رامنځ ته کېدو وروسته«ښځو او نجونو ته ګواښونه مخ پر زیاتېدو دي.»

هغې ویلي:«له زلزلې وروسته ښځې او نجونې له زیاتو ګواښونو په ځانګړې توګه له جنسیتي تاوتریخوالي او ماشومانه ودونو سره مخ دي.»

فرګوسن په دې ویډیو کې وايي، د اوبو او مردارو اوبو سیستم په خرابېدو او په غیر رسمي مېشت ځایونو کې د حفظ الصحې نشتوالي ډېری ښخې او نجونې دې ته اړ کړې، چې د اوبو او لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره اوږد واټن ووهي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په زلزله ځپلو سیمو کې دغه رامنځ ته شویو ستونزو ته په اشارې وايي، یو برخه د کورنیو سرپرست مېرمنې یا هغه چې د نوزېږدو، عمرخوړلو یا څاروی پالنه کوي، نه پوهېږي، چې له کومه ځایه مرستې واخلي یا د مرستو تر لاسه کولو لپاره له ځای پر ځای کېدو وېره لري.

هغې د زلزله ځپلو ښخو او نجونو وضعیت خراب وباله او له هغوی یې د بېړني او دوامداره ملاتړ غوښتنه وکړه.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

په ورته وخت تېره اوونۍ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې ویلي وو، د ملګرو ملتونو سازمان پر ښځینه کارکوونکو محدویت زلزله ځپلو کسانو ته د مرستو رسولو بهیر له خنډ سره مخ کړی دی.

د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې د هېواد ختیځ کې مرګونې زلزلې کې تر دوه زره زیاتو کسانو چې ډېری یې ښځې او ماشومان ژوند له لاسه ورکړ او کابو دوه زره تنه نور ټپيان شول.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه