د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

۹۲ سلنه ښځینه خبریالانې د خپلو راپورو تغیر یا سانسور ته اړ شوې دي

22 سپتمبر 2025
۹۲ سلنه ښځینه خبریالانې د خپلو راپورو تغیر یا سانسور ته اړ شوې دي

انځور: APF

د افغانستان له رسنیو د ملاتړ بنسټ، (AMSO) په خپل تازه راپور کې د طالبانو تر واک لاندې هېواد کې د رسنیو د وضعیت په اړه وايي، ۹۲ سلنه ښځینه خبریالانې د خپلو راپورو تغیر یا سانسور ته اړ شوې دي.

رخشانه: د دې بنسټ په راپور کې چې«د نظام له بدلون وروسته د افغان ښځینه خبریالانو مقاومت» تر نوم لاندې خپور شوی راغلي، په هېواد کې کابو اووه سلنه ښځینه خبریالانې په آزاده توګه د رسنیز فعالیت اجازه لري.

د افغانستان له رسنیو د ملاتړ بنسټ راپور وايي، ۳۵ سلنه ښځینه خبریالانو ویلي، چې د رسنیو له محدویتونو سره سره، خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

د دې راپور د موندنو پر اساس، په هېواد کې ۲۴ سلنه ښځینه خبریالانې اړ شوې، چې خپلې رسنیزې دندې پرېږدي.

په راپور کې راغلي، د طالبانو د محدویتونو له امله، ۳۲ سلنه ښځینه خبریالانې اړ شوې، چې په پټه فعالیت وکړي.

ښځینه خبریالانو په هېواد کې«سانسور، له نارینه وو سره د مرکې نه کول، د محرم اړتیا، اجباري جامې اغوستل، څار او توکو ته په لاس رسي محدویت» رسنیز محدویتونه بللي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

د افغان رسنیو د ملاتړ بنسټ وايي، ۵۵ سلنه خبریالانې د خپل کار له امله، د ځینو کسانو له خوا ګواښل شوې دي.

یاد سازمان دغه راز ویلي، ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو په تېر یوه کال کې، د رسنیو له بنسټونو هېڅ ډول مرسته او ملاتړ نه دی تر لاسه کړی.

په راپور کې راغلي، کابو نیمايي خبریالان راتلونکی کال، په رسنیو د کار دوام ته هیله نه لري.

طالبانو د ښځې غږ ستر بللی او په همدې دلیل یې څو ځلې په خبري ناستو کې، د ښځینه خبریالانو غږ او انځور پرې کړی دی.

دغه ډله پر رسنیو او رسنیزو فعالیتونو د سختو محدویتونو لګولو سره، د لسګونه رسنیو د تړل کېدو او ګڼ شمېر خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د بېکاره کېدو لامل شوې ده.

دغه راز د طالبانو ډلې په هېواد کې د خپلې څلورکلنه واکمنۍ پر مهال ګڼ شمېر خبریالان، کارکوونکي او رسنیز فعالان نیولي او زنداني کړي دي.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه