د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د خوړو نړیوال سازمان: ۴.۷ میلیونه افغان ښځې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي

22 سپتمبر 2025
د خوړو نړیوال سازمان: ۴.۷ میلیونه افغان ښځې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي

انځور: WHO

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان (WFP) وايي، افغانستان کې ۴.۷ میلیونه ښځې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.

رخشانه: دغه بنسټ نن (دوشنبې د وږي ۳۱ مه) پر خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، افغانستان کې ۹.۵ میلیونه کسان د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي.

د خوړو نړیوال سازمان د هېواد په ختیځ کې درې اوونۍ وړاندې زلزلې ته په اشارې ویلي، دغې طبیعي پېښې زرګونه کسان وژلي او زرګونه نور یې ټپيان او یا اغېرمن کړي دي.

د خوړو نړیوال سازمان په وینا، دغې طبیعي پېښې د هغه ناورینونو پر ټولګه، چې افغانستان یې له وړاندې تر اغېز لاندې وو زیاتوالی کړی او بشردوستانه اندېښمنوونکی لید لوری یې لا ژور کړی دی.

دغه راز یاد بنسټ وايي، افغانستان دا مهال د خورا ځواکۍ زیاتېدونکي بحران، له ایران او پاکستان څخه د کډوالو په زرو ستنېدو، سختې وچکالۍ او د بودجې د محدویتونو له امله د بشري مرستو د کمېدو سره لاس او ګرېوان دي.
د خوړو نړیوال سازمان په اعلامیه کې راغلي، د ښځو تر سرپرستۍ لاندې دوه پر درېیمې کورنۍ د لومړنیو خوراکي توکو د پېرودلو توان نه لري او ښځې او نجونې تر ټولو زیات بشري مرستو ته اړتیا لري.

په دې اړه نور ولولئ...

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

دغه بنسټ اعلان کړی، د بودجې د کمښت له امله اړ دی، چې د خوارځواکۍ په مرکزونو کې په خوارځواکۍ د اخته میندو او ماشومانو منل ودروي.

د خوړو نړیوال سازمان ټينګار کړی، چې دغه بنسټ اړمنو ته د رسېدنې په پار د ۲۰۲۶ کال تر فبرورۍ میاشتې پورې ۵۶۸ میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري.

اړوندې لیکنې

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې
خبر

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026
طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې

6 سپتمبر 2026
زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه
خبر

زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه

5 سپتمبر 2026
«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو
خبر

«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو

5 سپتمبر 2026
نورستان کې یوه ځوانه نجلۍ له نامحرم سره د اړیکې په تور د کورنۍ د غړو له خوا وژل شوې
خبر

نورستان کې یوه ځوانه نجلۍ له نامحرم سره د اړیکې په تور د کورنۍ د غړو له خوا وژل شوې

3 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه