د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د روغتیا نړیوال سازمان: افغان ښځو کې د سرطان ناروغۍ زیاتېدا د اندېښنې وړ ده

22 سپتمبر 2025
د روغتیا نړیوال سازمان: افغان ښځو کې د سرطان ناروغۍ زیاتېدا د اندېښنې وړ ده

انځور: WHO

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په یوه راپور کې د افغان ښځو تر منځ د سرطان ناروغۍ زیاتېده اندېښمنوونکې بللې ده.

رخشانه: دغه سازمان نن (دوشنبې د وږي ۳۱ مه) د یوه راپور په خپرولو سره لیکلي، ډېری افغان ښځې د سینې او رحم د خولې سرطان په ناروغیو اخته کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، زیاتره ناروغان د ناروغۍ په پرمختللي پړاو کې د درملنې فکر کوي، چې په دې وخت کې درملنه کمه اغېزه لري.

د دې بنسټ په راپور کې ویل شوي، د زړه، شکرې، سرطان او سږو اوږدمهاله ناروغۍ په هېواد کې د مړینې ۴۳ سلنه جوړوي.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، یوازې د زړه – رګونو ناروغي په کال کې له ۴۰ زره زیاتو کسانو ژوند اخلي او د هېوادونو تر منځ افغانستان کې د عمر سره سم مړینې کچه لوړه ده.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی او وايي، دغه شمېر به تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې له ۶۰ سلنه لوړ شي، چې ډېری به یې ښځې وي.
دغه راز یاد بنسټ ویلي، ژوند ژغورنې او حیاتي پاملرنې ته د زرګونو کورنیو لاس رسی، په ځانګړې توګه په لرې کلیوالیو سیمو کې سخت دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور پر بنسټ، د دې ننګونو منځ کې رواني روغتیا په افغانستان کې یو له تر ټولو پیاوړې او په ورته وخت له پامه غورځول شویو اندېښنو څخه ده.

د یاد بنسټ په وینا، کلونه جګړې، طبیعي پېښو او کډوالۍ په هغه کورنیو چې له پاکستان او ایران څخه راسنېږي ژورې اغېزې کړې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ریچارد لیندسي: د افغانستان د باثباته راتلونکې لپاره د ښخو د حقونو رعایت کول اړین دي

راتلونکی کال به افغانستان کې په شدیده خوارځواکۍ د اخته ماشوم شمېر ۱.۱ میلیون ته ورسېږي

د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کړی، چې په افغانستان کې له هرو پنځو کسانو یو تن یې له یو ډول رواني اختلال سره ژوند کوي. همدارنګه تېر کال هېواد ته د راستنېدونکو کورنیو له نیمايي څخه زیات یې له وېرې، خفګان، له ضربې وروسته زیان په څېر اختلالاتو سره مخ شوې دي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی ډاکتر ادوین سنیزا ویلي، په هېواد کې میلیونونه کسان هره ورځ له خطرناکو ناروغیو او رواني روغتیا له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او دې د هېواد په ماتېدونکي روغتیايي نظام عظمي فشار راوړی دی.

دې بنسټ ټينګار کړی، چې دوی په افغانستان کې د روغتیايي پاملرنې ته د لاسرسي پراخولو او عامه پوهاوي پیاوړتیا له لارې، د زیان منوونکو ډلو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو ملاتړ کوي.

اړوندې لیکنې

بسم الله تابان: افغان ښځو له نورو زیات د طالبانو له محدودیتونو زیان لیدلی
خبر

بسم الله تابان: افغان ښځو له نورو زیات د طالبانو له محدودیتونو زیان لیدلی

15 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: پر ښځو د طالبانو محدودیتونه له دې ډلې سره د اړیکو عادي کولو خنډ دی
خبر

اروپايي ټولنه: پر ښځو د طالبانو محدودیتونه له دې ډلې سره د اړیکو عادي کولو خنډ دی

15 اکتوبر 2026
یوناما د طالبانو له لوري د بې حجابۍ په تور له ۵۰ د زیاتو ښځو نیول مستند کړي
خبر

یوناما د طالبانو له لوري د بې حجابۍ په تور له ۵۰ د زیاتو ښځو نیول مستند کړي

15 اکتوبر 2026
کندهار او پروان کې ترافیکي پېښو د یوې ښځې او دوه ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه و وژل
خبر

کندهار او پروان کې ترافیکي پېښو د یوې ښځې او دوه ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه و وژل

15 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده

15 اکتوبر 2026
«ګابریلا هرسټ» برنډ او فیروزکوه بنسټ: د پاریس فېشن اوونۍ کې ګلدوزي شوې نمونه د هزاره ګانو اصلي هنر دی
خبر

«ګابریلا هرسټ» برنډ او فیروزکوه بنسټ: د پاریس فېشن اوونۍ کې ګلدوزي شوې نمونه د هزاره ګانو اصلي هنر دی

15 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه