د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بشري حقونو فعالانو افغانستان کې د هزاره ګانو د نسل وژنې په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه

23 سپتمبر 2025
د بشري حقونو فعالانو افغانستان کې د هزاره ګانو د نسل وژنې په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه

د بشري حقونو یو شمېر فعالانو د «هزاره ګانو د نسل وژنې او د کابل لوېدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز د برید د کلیزې یاد» په پار جوړې شوې غونډه کې، په افغانستان کې د هزاره ګانو د نسل وژنې په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه.

رخشانه: دا پروګرام تازه د نیو انګلنډ هزاره ګانو له خوا د امریکا ماساچوست ایالت په بوستون ښار کې جوړ او په کې د بشري حقونو یو شمېر فعالانو لکه، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې ډاکتر سیما سمر ګډون کړی وو.

د جمهوریت په دوره کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې ډاکتر سیما سمر په دې ناسته کې و ویل، افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه، باید د دې لامل نه شي، چې هزاره وګړي له نورو قومونو د غچ اخیستنې په لټه کې شي.

هغې زیاته کړه: «که زموږ خلک [هزاره وګړي] په غچ اخیستنه کې وي، نو د قتل او وژنو ارټ به دوام پیدا کړي، چې د دې څرخ دوام د انساني کرامت او اخلاقو پر ضد دی.»

د بشري حقونو فعالې او یوې بلې ویناوالې ډاکتر مستوره شفايي هم په افغانستان کې د هزاره ګانو د نسل وژنې په اړه د جوړې شوې غونډې په ارزښت او اوسنیو ستونزو خبرې وکړې.
هغې له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، جرمونو ضد نړیوالې محکمې، ګاونډیو هېوادونو او بشري حقونو له بنسټونو وغوښتل، چې په افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني.

د بشري حقونو دغې فعالې همدارنګه وغوښتل، چې نړیواله ټولنه، ملګري ملتونه او د بشري حقونو بنسټونه دې، طالبان د بشري حقونو د پراخ سرغړاوي، په ځانګړې توګه د هزاره ګانو او ښځو پر وړاندې ځواب ویوونکي کړي.

شفايي دغه راز په افغانستان کې په زور د کډوالۍ د مخنیوي غوښتنه وکړه او ویې ویل، کوچیان او د دې جنایتونو عامیلین، باید تر نړیوالې پلټنې او څار لاندې ونیول شي.

نوموړې په افغانستان کې د بشريت پر وړاندې د جنایت په توګه، د جنستي توپیر په رسمیت پېژندلو او له هغې سره د مقابلې غوښتنه وکړه او له ګاونډیو هېوادونو د ښځینه فعالانو د ایستلو لړۍ د درېدو او د هغوی د پناه غوښتنې دوسیو ته د لومړیتوب ورکولو باندې یې ټینګار وکړ.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

په دې ناسته کې ګډونوالو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې، د هزاره ګانو د وضعیت، سازمان شویو وژنو، په زور کډوالۍ، د ځمکو نیولو او د هزاره ګانو د نسل وژنې لپاره د عدالت غوښتنې پر وضعیت خبرې وکړې.

هغوی دغه راز په افغانستان کې د هزاره ګانو د قتل او ډلیزه وژنو دوام ته په اشارې، د هزاره ګانو د نسل وژنې په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه او د جرمونو د مستند کولو لپاره یې، د یوې ګټورې کړنلارې او مستند جوړونې پر اړتیا ټینګار وکړ.
په دې ناسته کې د هغه هزاره قربانیانو، چې په وروستیو څو کلونو کې، په افغانستان او پاکستان کې قرباني شوي، انځورونه هم عمومي نندارې ته وړاندې کړای شول.

ګډونوالو د شمع په بلولو سره د حق غوښتې د دوام او عدالت او انساني حقونو لپاره پر مبارزې ټینګار وکړ.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه