د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: د انټرنېټ پرېکول د یوه ملت د راتلونکې له منځه وړلو په مانا ده

23 سپتمبر 2025
معترضې ښځې: د انټرنېټ پرېکول د یوه ملت د راتلونکې له منځه وړلو په مانا ده

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د نوري فایبر او وای فای انټرنېټ پرېکېدو ته د غبرګونونو په دوام، د افغان ښځو د سیاسي ګډون شبکې ویلي، د طالبانو دغه اقدام د یوه ملت د راتلونکې له منځه وړولو په مانا دی.

رخشانه :د دې اعتراضي غورځنګ غړو تازه په یوه اعلامیه کې لیکلي، د طالبانو محدویتونو له ښځو او نجونو د کار او زده کړو فرصت اخیستی او هغوی یې له خپلو تر ټولو ابتدايي آزادیو څخه محرومې کړې دي.

د ښځو د سیاسي ګډون شبکې په اعلامیه کې راغلي: «د طالبانو تر واکمنېدو وروسته افغانستان په ژورو تیاره کې ډوب شوی، هغه تیاره چې د بشري حقونو، فردي آزادیو او انساني کرامت د سیستماتیکو سرغړونو نېغه پایله ده.»

معترضو ښځو په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو محدودیتونه « د جنستي توپیر او له هېواد سره د دښمنۍ ښکاره نښه» ګڼلې ده.

هغوی ویلي، طالبانو د معترضو ښځو، خبریالانو، بشري حقونو د فعالانو او مخالفو غږونو په پراخې ځپنې او تاوتریخوالي سره، د یوه ظالم او زورواکي حکومت ریښتینې څېره بربنډه کړې ده.
د افغان ښځو د سیاسي ګډون شبکې غړو له هغو کتابونو چې ښځو لیکلي، د ګټې اخیستنې مخنیوی، د فکر او پوهاوي سره د دښمنۍ نښه بللې ده.

هغوی ټینګار کړی، چې د طالبانو هره ورځ محدویتونو پر ښاریانو کړۍ راتنګه کړې، د ځوانانو د ودې مخنیوی کوي او له «ناهیلۍ، بېوزلۍ او غليتوب پرته بله پایله له ځان سره نه لري.»

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

د ښځو د سیاسي ګډون شبکې غړو، انټرنېټ «تحصیل او پرمختګ ته د ښځو او نجونو د رسېدو یوازینۍ لار» بللې وايي، انټرنېټ نباید پرې شي.

دوی دغه راز له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې نور چوپتیا غوره نه کړي او له افغان ښخو په ملاتړ سره د هغوی غږ جوړ شي.

« له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د اجباري ایستلو لړۍ درول او په افغانستان کې د جنستي توپير په رسمیت پېژندنه» د معترضو ښځو نورې غوښتې دي.

د طالبانو مشر تېره اوونۍ د هېواد په ګوټ ګوټ کې، د نوري فایبر او وای فای انټرنېت د پرېکولو امر ورکړ. د دې امر په ترڅ کې تر اوسه، د هېواد په لږ تر لږه ۱۲ ولایتونو کې د نوري فایبر او وای فای انټرنېټ خدمتونو ته د خلکو لاسرسی، پرې شوی دي.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه