د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

هرات کې طالبان: انټرنېټي شرکتونه دې د شپې خوا خدمات وړاندې کول بند کړي

24 سپتمبر 2025
هرات کې طالبان: انټرنېټي شرکتونه دې د شپې خوا خدمات وړاندې کول بند کړي

انځور: امید حبیبي/سیمه ییز انځورګر

هرات کې سیمه ییزه سرچینې وايي، د طالبانو ځايي ادارې انټرنېټ وړاندې کوونکو شرکتونو ته امر کړی، چې د شپې له خوا د خدماتو وړاندې کول بند کړي.

رخشانه: لږ تر لږه درې سرچینو رخشانې رسنۍ ته تایید کړې، چې له تېرې شپې (سه شنبې د تلې اولې) څخه یې وای فای انټرنېټ ته لاس رسی بند شوی دی.

د سرچینو په وینا،د انټرنېټ وړاندې کوونکو شرکتونو له خوا وای فای انټرنېټ ته د کاروونکو لاس رسی، د شپې له ۱۰:۰۰ د سهار تر ۸:۰۰ بجو پورې پرې شوی دی.

هرات کې د طالبانو ځايي ادارې تر اوسه د شپې لپاره د انټرنېټي خدماتو بندېدو په اړه څه نه دي ویلي.

په هرات ښار کې وای فای انټرنېټ ته د کاروونکو د لاسرسي پرېکېدو ښاریان په ځانګړې توګه زده کوونکې نجونې، چې د انټرنېټ پر مټ انلاین زده کړې کوي، اندېښمنې کړې دي.

هرات کې یوې زده کوونکې نجلۍ د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته ویلي، چې د دې محدویت له امله یې انلاین ټولګی مختل شوی دی.
هغې زیاته کړې: «زه هره ورځ د سهار له اتو د مازیګر تر شپږو بجو پورې د خیاطۍ په کارخونه کې وم او د شپې له لوري په انلاین ټولګي کې ګډون کوم او د زده کړو ویډیوګانې ګورم، خو که وای فای پرې شي، له زده کړو پاتې کېږم.»

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

هرات کې یوې بلې زده کوونکې نجلۍ هم ویلي، که وای فای انټرنېټ ته د کاروونکو د لاسرسي بندښت اوږد شي، دا به د انګلیسي ژبې په انلاین ټولګي کې له زده کړو څخه پاتې شي.

هغې پر طالبانو د نیوکې په ترڅ کې و ویل: «یعنې موږ به په ۲۱ مه پېړۍ کې، چې نړۍ پرمختګ کړی، د شپې له خوا د انټرنېټ له کارولو محروم وو؟ اصلآ ولې باید نېټ پرې شي؟ دا څه ژوند دی، چې دغو [طالبانو] پر موږ راوړی دی؟»

د طالبانو مشر تېره اوونۍ د انټرنېټ خدماتو وړاندې کوونکو شرکتونو په فعالیتونو او له نوري فایبر او وای فای انټرنېټ څخه د کاروونکو د کارونې د مخنیوي امر ورکړ.

د دې امر په ترڅ کې تر اوسه د هېواد په لږ تر لږه ۱۲ ولایتونو کې، د نوري فایبر او وای فای انټرنېټ خدمتونو ته د خلکو لاس رسرسی پرې شوی دی.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه