د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د افغان ګډوالو ښځینه فوټبال لوبډله له اماراتو سره د دوستانه لوبلړۍ میدان ته ښکته کېږي

25 سپتمبر 2025
د افغان ګډوالو ښځینه فوټبال لوبډله له اماراتو سره د دوستانه لوبلړۍ میدان ته ښکته کېږي

انځور: Getty images

د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) اعلان کړی، چې د افغان کډوالو ښځینه فوټبال لوبډله، له څلورو کلونو وروسته په لومړي ځل په دوه دوستانه لوبلړۍ کې، د متحده عربي اماراتو لوبډلې سره میدان ته وځي.

رخشانه: فیفا تېره ورځ ناوخته (چهارشنبې د تلې ۲ مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، ټاکل شوې دغه لوبلړۍ د اکتوبر له ۲۳ مې تر ۲۹ مې پورې تر سره شي.

د فیفا په اعلامیه کې راغلي، په دې لوبلړۍ کې به د افغان کډوالو، چاد، لبیا او متحده عربي اماراتو لوبډألې یو له بله لوبې تر سره کړي.

د فیفا په وینا، د ښځو د فوټبال دغه تاریخي پېښه به، چې څلور لوبډلې په کې ګډون لري، د فیفا هغه هڅې پیاوړې کړي، چې غواړي د ټولو ښځو او نجونو د سپورت د لوبو کولو حق ته وده ورکړي او ملاتړ یې وکړي، د دوی د فوټبال خوبونه رښتیا او د لوبو له لارې پرمختګ وکړي.
د دې سپورتي بنسټ په اعلامیه کې راوړل شوي، دا به لومړی ځل وي، چې د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبډله په یوه نړیواله لوبلړۍ کې ګډون کوي.

د فیفا مشر جیاني اینفانټینو ویلي چې «دا دوستانه لوبلړۍ تر یوې سیالۍ ورپورته څه دي، هغوی [ښځینه فوټبالرانې] د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ښځو د هیلو او پرمختګ لپاره یوه بېلګه ده.»
هغه زیاته کړې: «فوټبال ته د ټولو ښځو د لاسرسي ډاډ، د فیفا لومړیتوب او د سپورت راتلونکې ته د جوړښت ورکول زموږ کلیدي موخه ده.»

د فوټبال نړیوال فدراسیون ویلي، هغه لوبډله چې ډېر امتیاز تر لاسه کړي، د دې لوبلړۍ ګټوونکې به اعلان شي.

فیفا څه موده مخکې اعلان کړی وو، چې د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې سره یې، چې د افغان کډوالو (AWRT) څخه جوړه ده، موافقت یې کړی دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته په بیا رسېدو سره د سختو محدودیتونو په لګولو سره د ښځو سپورت ممنوع اعلان کړ او د هېواد د سپورټ ټولې ملي لوبډلې په رسمیت نه پېژني.

په دې اړه نور ولولئ...

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د فوټبال فدراسیون (AFF) تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې واک ته د طالبانو په بیا رسېدو سره هېواد پرېښود او اوس په اسټرالیا، برېتانیا، آلبانیا، پرتقال او امریکا کې کډوالې دي.

هغوی په ورا وار ویلي، چې لا هم لېواله او چمتو دي، چې د افغانستان په استازيتوب په نړیوالو فوټبال لوبو کې ګډون وکړي

اړوندې لیکنې

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې
خبر

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026
طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې

6 سپتمبر 2026
زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه
خبر

زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه

5 سپتمبر 2026
«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو
خبر

«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو

5 سپتمبر 2026
نورستان کې یوه ځوانه نجلۍ له نامحرم سره د اړیکې په تور د کورنۍ د غړو له خوا وژل شوې
خبر

نورستان کې یوه ځوانه نجلۍ له نامحرم سره د اړیکې په تور د کورنۍ د غړو له خوا وژل شوې

3 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه