د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د افغانستان په ختیځ زلزله ځپلې سیمه کې نوزېږدي په خېمو کې نړۍ ته راځي

25 سپتمبر 2025
د افغانستان په ختیځ زلزله ځپلې سیمه کې نوزېږدي په خېمو کې نړۍ ته راځي

د ماشومانو د ساتنې سازمان (save the children) اعلان کړی، چې راتلونکو څو میاشتو کې به د افغانستان ختیځ زلزله ځپلې سیمه کې نوزېږدي په خیمې کې نړۍ ته راشي.

رخشانه: دغه بنسټ تېره ورځ ناوخته (چهارشنبې د تلې ۲ مه) په یوه راپور کې ویلي، ګمان کېږي، چې د افغانستان په ختیځه زلزله ځپلې سیمه کې کابو ۱۱ زره مېرمنې امیدواره دي او په راتلونکو څو میاشتو کې به په خېمو کې زېږون وکړي.

د ماشومانو د ساتنې سازمان زیاته کړې: «هغه امیدواره مېرمنې چې له زلزلې روغې وتلې، نوزېږدي به په خېمو کې نړۍ ته راوړي، ځکه د ډبرو ښوییدو او لارو تړل کېدو له امله، روغتون ته د هغوی لېږد ګواښوونکی دی.»

دغه بنسټ «د زېږون کوتې په خېمو بدلېدو» په اړه خبرداری ورکړی وايي، د ژمي په درشل کې نوزېږدي په داسې ځای کې زېږېږي، چې د هوا درجه به له صفر ټیټې کچې ته ورسېږي او د هغوی د روغتیا لپاره به جدي ګواښونه رامنځ ته کړي.

د ماشومانو د ساتنې سازمان د راپور پر بنسټ د افغانستان په ختیځ کې د پرلپسې زلزلو له امله تر ټولو ډېرو اغېزمن شویو ولسوالیو شاوخوا ۹۰ سلنه کورنیو خېمو ته پناه وړې او کابو ۳۹ زره ماشومان په دغه سیمو کې په خلاصه فضا کې ژوند کوي.

دغه بنسټ ویلي، په زلزله ځپلو سیمو کې یې، روغتیايي، د اوبو او فاضلاب، حفظ الصحیحې کڅوړې، د نوزېږدو د اړتیا وړ توکي، نغدې مرستې او له ماشومانو د ملاتړ مرکزونه برابر کړي دي.

افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې سازمان د پروګرامونو او حق غوښتنې مسووله سمیرا سید رحمان وايي، هېڅ نوزېږدی نه باید لومړی ساه په خېمه کې وباسي او سړه هوا به د ماشومانو د روغتیا ګواښ زیاتوي.

په دې اړه نور ولولئ...

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

هغې زیاته کړې: «د ګرمو او ژمي ضد سرپناوو پرته ماشومان د هایپو ترمیا له ګواښ سره مخ کېدونکي دي. د روغتیا او تغذیې خدماتو ته د محدود لاسرسي او د اغېزمنو سیمو د جلا کېدو سره یو ځای، ژمی به د ماشومانو لپاره خورا ګواښمن وي.»

په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې سازمان د پروګرامونو او حق غوښتنې مسوولې ټينګار کړی، چې بېړنۍ بودجې ته اړتیا ده، تر څو سخت ژمی د افغانستان په ختیځ کې د مرګ ژوبلې کچه لا پسې زیاته نه کړي.

ملګرو ملتونو اټکل کړی، چې د افغانستان ختیځ کې له زلزلې وروسته، کابو نیم میلیون کسان مرستو ته اړتیا لري، ځکه چې اته زره کورونه وران شوي یا یې زیان لیدلی دی.

اړوندې لیکنې

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې
خبر

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026
طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې

6 سپتمبر 2026
زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه
خبر

زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه

5 سپتمبر 2026
«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو
خبر

«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو

5 سپتمبر 2026
نورستان کې یوه ځوانه نجلۍ له نامحرم سره د اړیکې په تور د کورنۍ د غړو له خوا وژل شوې
خبر

نورستان کې یوه ځوانه نجلۍ له نامحرم سره د اړیکې په تور د کورنۍ د غړو له خوا وژل شوې

3 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه