د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو په درې ولایتونو کې د اتو ښځو په ګډون ۳۲ تنه په دورو وهلي

25 سپتمبر 2025
طالبانو په پنځو ولایتونو کې د دریو ښځو په ګډون ۱۰ تنه په دورو وهلي

عکس: APF

طالبانو روانه اوونۍ په کابل، کاپیسا او میدان وردګ ولایتونو کې، د اتو ښځو په ګډون ۳۲ تنه د بېلا بېلو تورونو له امله، د خلکو پر وړاندې په دورو وهلي دي.

رخشانه: دغه کسان د « د نشه کوونکو توکو د پېر او پلور، الکولي مشروباتو، چرسو، له کوره تېښتې، غیراخلاقي او نامشروع اړیکو» په تور، په دې درې ولایتونو کې وهل شوي دي.

چهارشنبې د (تلې ۲ مه) ۱۷ تنه کابل کې د « د نشه کوونکو توکو د پېر او پلور، الکولي مشروباتو او چرسو» په تور له ۱۵ تر ۳۵ دورې و وهل شول.

دغه کسانو ته کابل کې د طالبانو د نشه يي توکو او مسکراتو ضد محکمې د پرېکړې پر اساس، له اوو تر درې کلونو د تنفذي بند سزا هم اورول شوې ده.

پنشنبې د (تلې ۳ مه) د اتو ښځو په ګډون ۱۵ تنه له «کوره د تېښتې، غیر اخلاقي اړیکې او نامشروع اړیکې» په تور په کاپیسا او میدان وردګو ولایتونو کې، د خلکو پر وړاندې په دورو وهل شوي دي.

د اتو ښځو په ګډون ۱۳ تنه له «کوره د تېښتې او غیراخلاقي اړیکې» په تور په کاپیسا ولایت کې د خلکو پر وړاندې له ۲۰ تر ۳۰ دورې ووهل شول.

معلومه نه ده، چې دغه کسانو ته څومره بند سزا اورول شوې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د یوې ښځې په ګډون دوه تنه میدان وردګ ولایت کې د «نامشروع اړیکې» په تور د خلکو پر وړاندې ۲۰ دورې وهل شوي، خو معلومه نه ده، چې دې کسانو ته څومره بند سزا ورکړل شوې.

طالبانو تېره اوونۍ هم د یوې ښځې په ګډون ۲۲ تنه د بېلا بېلو تورونو له امله، په خوست، فراه، بغلان او کابل ولایتونو کې د خلکو پر وړاندې په دورو وهلي وو.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه