د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یوناما: له ښځینه کارکوونکو پرته نه شو کولای اړمنو ته خدمات وړاندې کړو

25 سپتمبر 2025
یوناما: له ښځینه کارکوونکو پرته نه شو کولای اړمنو ته خدمات وړاندې کړو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) وايي، له ښځینه کارکوونکو پرته نه شي کولای، اړمنو کسانو ته خدمات وړاندې کړي.

رخشانه: یوناما نن (پنشنبې د تلې ۲ مه) پر خپله فسبوک پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، دغه بنسټ اړ شوی، چې د مرستو او نغدو پیسو ورکولو مرکزونه په لنډمهالې توګه وتړي.

دغه بنسټ ویلي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له سلګونه زره هغه کسانو سره مرسته کړې، چې له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي دي.

یوناما وايي، له ګاونډیو هېوادونو راستانو شویو کسانو کې ۵۱ سلنه مېرمنې دي او ۳۲ سلنه کورنۍ د ښځو له خوا سرپرستي کېږي.

طالبانو څه موده مخکې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکو ته ویلي و، چې زلزله ځپلو سیمو ته د تګ او زیانمنو کسانو ته د مرستو رسولو اجازه نه لري.

په افغانستان کې د یوناما مشرې رزا اوتونبایوا د دې محدودیتونو له لګېدو وروسته اعلان وکړ، چې د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو بندیزونو، د مرستو رسولو بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

هغې ویلي وو، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته، نه شي کولی راستنېدونکي ثبت کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې ټینګار کړی وو، چې زلزله ځپلو په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته د مرستو رسولو په برخه کې د ښځو له شتون څخه انکار د منلو نه دی.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه