د افغانستان او پاکستان د مشرانو، سیاسي فعالانو او بېلابېلو ډلو د استازو تر منځ اسلام آباد کې د «یووالي او باور پر لور» سیمه ییزې ناستې په پای کې د دواړو هېوادونو تر منځ پر سولې، ثبات او اقتصادي همکارۍ ټينګار وشو.
رخشانه: د افغانستان لپاره د ښځو بنسټ او د جنوبي آسیا د ستراتېژیک ثبات انسټېټیوټ (SASSI) د سپټمبر په ۲۹ او ۳۰ مه په اسلام آباد کې د دوه ورځنۍ ناستې په وروستۍ اعلامیه کې ټینګار وکړ، چې دا غونډه د باور، سیمه ییزې همکارۍ د پیاوړتیا او د افغانستان د سیاسي راتلونکې لپاره د لید د طرحې د لارو چارو د لټون او همدارنګه د باور او متقابل پوهاوي د رامنځ ته کولو په موخه جوړه شوې وه.
د اعلامیې پر بنسټ د دې ناستې تر ټولو مهمه لاس ته راوړنه، د دواړو هېوادونو پر برخلیک او د افغانستان او پاکستان تر منځ د نه بېلېدونکې سولې او ثبات باندې ټینګار وو.
د ناستې ګډونوالو دغه راز د اقتصادي همکاریو پراختیا، د ترانزیټي تړونونو ښه کول، د سیمه ییزه پروژو لکه CPEC څخه ګټه پورته کولو او د ترهګرۍ سره د مبارزې او د پولو د مدیریت لپاره د ګډو کړنلارو د رامنځ ته کولو پر اړتیا خبرې اترې وکړې.
د غونډې له عملي پرېکړو، د خبرو اترو منظم دوام، د امنیت او سوداګرۍ په برخو کې د دوه اړخیزو کاري ډلو جوړول او د علمي او کلتوري تبادلې پروګرامونو پلي کول شامل وو.
دا پروسه چې د SASSI پوهنتون او د افغانستان لپاره د ښځو بنسټ په کوربه توب جوړه شوې وه، د یوې دوام لرونکې او منظمې ښکېلتیا د پیل په توګه بیان شوې ده.
د اعلامیې پر بنسټ په دې دوه ورځو کې د افغانستان او پاکستان کابو ۱۰۰ تنو مشرانو، سیاسي فعالانو او د بېلا بېلو ډلو استازو خبرې اترې وکړې، چې د دواړو هېوادونو د برخلیک په تړاو به یوې پیاوړې اجماع ته لار هواره کړي.
د ګډونوالو په متنوع ترکیب کې له افغانستان څخه ۳۰ تنو پېژندل شویو شخصیتونو، ۴۰ پخوانیو پاکستاني چارواکو او ۱۱ پخواني لوړ پوړي دیپلوماتان شامل وو، له هغې ډلې څو سفیران، د ملي امنیت سلاکاران او د پوهنتون استادان وو.
د جنوبي آسیا د ستراتېژیک ثبات انسټېټیوټ (SASSI) و ویل، د دې غونډې ګډوانوال باوري وو، چې ګډې ستونزې یوازې د ګډو حل لارو پر مټ هوارولی شو.
یاد بنسټ زیاته کړې، په دې ناسته کې یوه اصلي اجماع رامنځ ته شوه، چې سوله او ثبات افغانستان او پاکستان کې په نه بېلېدونکې توګه له یو بله تړاو لري.
د جنوبي آسیا د ستراتېژیک ثبات انسټېټیوټ مشرې ماریا سلطان ویلي دي: «د نن ورځې له پېچلي ژئوپولېټیک نظره، د آزادو او صادقانه خبرو اترو لپاره د فضا رامنځ ته نه یوازې ګټور، بلکې اړین دی. دا خبرې اترې د باور او یووالي لپاره لومړنی ګام دی.»
هغې زیاته کړه: «د اسلام آباد پروسه په داسې ډول طرحه شوې، تر څو د سیاستوالو، مدني ټولنې او اکاډمیکو تر منځ توازن رامنځ ته کړي، د ټولو ګډونوالو ښکاره ژمنو وښوده، چې ګډې ستونزې یوازې د ګډو حل لارو پر مټ لرې کېدای شي. موږ ویاړو چې دا پروسه مو اسانه کړې، چې له شعارونو هاخوا د ټولې سیمې لپاره د یوه باثباته او سوکاله راتلونکې په لور یوه محسوسه لار رامنځ ته کړې، چې په اقتصادي ودې تمرکز لري.
د افغانستان لپاره د ښځو بنسټ مشرې فوزیه کوفي وايي، د افغانستان د خلکو له نارینه او ښځینه وو متنوع ډله سره راغونډه وه، تر څو د هېواد د راتلونکې په اړه فکر وکړي.
هغې په افغانستان کې اوسنی وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو لپاره «د نه زغم وباله» زیاته یې کړه، مانا لرونکی مشرتابه، اصلي کیسې، ټولشمول والی او سیمه ییز سیستم چې خلک په کې د پرېکړو په مرکز کې ځای ولري او په هغه کې حقوق په برابره توګه رعایت شي د اړتیا وړ دی.
مېرمن کوفي په دې پروسه کې پاکستان محوري شریک وباله او ویې ویل چې د ګډو اندېښنو د لرې کولو لپاره د متقابل باور رامنځ ته کول خورا اړین دی.
کوفي و ویل: «یوازې یو پراخ بنسټه، د خلکو په اراده رامنځ ته شوی او پر اساسي قانون ولاړ نظام کولی شي، سیمه ییزه او تل پاتې سوله، او ثبات تضمین کړي.»
هغې زیاته کړه: «سوله یوازې د جګړې نشتوالی نه دی، بلکې د فرصت، عدالت او پوهاوي شتون دی. دا خبرې اترې ګټور او حیاتي ګام وو، ځکه ځکه د افغانستان او پاکستان بېلابېل غږونه سره راټول شوي وو تر څو د ګډې راتلونکې په اړه خبرې اترې وکړي.»
ګډونوالو په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو، ډلو او دیموکراتیکو ځواکونو تر منځ د همغږۍ او اجماع د رامنځ ته کولو په لارو چارو او دغه راز د دې پروسې د دوام لپاره د ګډو اهدافو او اصولو په اړه رغنده خبرې اترې وکړې. همدارنګه د افغانستان د پلاوي ګډونوالو د پاکستان له دولته وغوښتل، چې د ګډوالو په ځانګړې توګه د هغه کسانو سره، چې د طالبانو په بیا راتګ سره یې په دغه هېواد کې پناه اخیستې همکاري وکړي او د هغوی په زور ایستلو مخنیوی وکړي.
هغوی د افغانستان د راتلونکې لپاره اړینو ګډو اصولو او ارزښتونو باندې، چې په ځانګړې توګه د ښځو مسلو، هویت، قومي او مذهبي تنوع باندې تمرکز ولري ټینګار وکړ.
همدارنګه د غونډې ګډونوالو د اسلام آباد پروسې د یوې برخې په توګه د نورو خبرو اترو په ترسره کولو، د پولو امنیت، سوداګریزه اسانتیاوو، کلتوري تبادلې په برخو کې د دوه اړخیزو همکارو ډلو په جوړولو او د خلکو تر منځ د اړیکو په زیاتولو هم ټينګار وکړ.







