د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بنټ د کابل لودیځ کې په «شمع هدایت» ښوونځي د برید د عاملینو پلټنې او پېژندلو غوښتنه وکړه

18 اگست 2026
بنټ د کابل لودیځ کې په «شمع هدایت» ښوونځي د برید د عاملینو پلټنې او پېژندلو غوښتنه وکړه

انځور: ټولنیزې شبکې

د افغانستان د بشري حقونو د چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ د کابل لوېدیځ دشت برچي سیمه کې د «شمع هدایت» خصوصي ښوونځي باندې د پرون مازیګر د برید په غبرګون کې، د دې پېښې د عاملینو د پلټلو او پېژندلو غوښتنه کړې.

رخشانه: بنټ نن (سه شنبې د زمري ۲۷ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په کولو سره دا برید «په کلکو ټکو» غندلی دی.

هغه لیکلي: «زه په دشت برچي سیمه کې په یوه ښوونځي د تېرې ورځې وحشیانه برید، چې یو شمېر ماشومانو په کې زیان لیدلی دی، په کلکه ټکو غندم.»

د افغانستان د بشري حقونو د چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونک ویلي، «یو ځل بیا د کابل په هزاره مېشتې تر برید لاندې راغلې.» هغه ټینګار کړیو چې دا اقدام په کلکه غندي.

ریچادر بنټ ویلي «د دې برید د عاملینو په اړه بشپړ او خپلواک تحقیق او عدالت ته د هغوی سپارل» اړین دي.

دې برید د بشري حقونو د بنسټونو او یو شمېر سیاسي څېرو غبرګونونه له ځان سره درلودل. دغه بنسټ د دې برید د څېړنې غوښتنه کړې او طالبان یې د هغه عامل بللي دي.

د هزاره کډوالو شبکې په یوه اعلامیه کې ویلي، دا برید باید «د نړیوالو معیارو، د بشریت په وړاندې د جرم او نسل وژنې پر بنسټ» وڅېړل شي.

د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق هم په شمع هدایت ښوونځي برید ته په غبرګون کې، طالبان د دې برید عاملین بللي دي.

پرون مازیګر مهال د کابل اتلسمې امنیتي حوزې اړوند مهدیه ښارګوټي کې د «شمع هدایت» په خصوصي ښوونځي په چاودنه کې لسګونه زده کوونکې نجونې او هلکان ټپیان شول.

تر اوسه د دې پېښې د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده معلومه. رخشانې رسنۍ د ټپیانو دوه نوملړونه تر لاسه کړي، چې استقلال او امام زمان روغتونو ته لېږدول شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د دغه نوملړونو له مخې، ۱۷ ټپي زده کوونکي دشت برچي کې امام زمان او څلور زده کوونکي او یو ځوان سړی دارالامان کې استقلال روغتون ته لېږدول شوي دي. ډېری ټپیان زده کوونکې نجونې دي، چې عمرنه یې له ۹ تر ۱۴ کلونو پورې دي.

د سرچینو په وینا، دا چاودنه له ښوونځي د زده کوونکو د راوتلو پر مهال شوې، نو ځکه یې د مرګ ژوبلې شمېره لوړه ده.

طالبان د دې پېښې د جزیاتو او مرګ ژوبلې د کره شمېر د رسنیز کولو مخنیوی کوي.
دې ډلې پرون ماښام په دې پېښه کې د ۵۲ زده کوونکو د ټپي کېدو پخلی وکړ.
تر اوسه هېڅ ډلې یا فرد د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه