د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د نړۍ په څو هېوادونو کې افغان وګړو د طالبان پر ضد اعتراضي غوندې وکړې

17 اگست 2026
د نړۍ په څو هېوادونو کې افغان وګړو د طالبان پر ضد اعتراضي غوندې وکړې

انځور: په امریکا کې اعتراض- انځور رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

د طالبانو بیا واک ته رسېدو له پنځمې کلیزې سره هممهاله، یو شمېر افغان وګړو په څو هېوادونو لکه، امریکا، کاناډ او ځینو نورو اروپايي هېوادونو کې له افغان ښځو او نجونو سره د پیوستون په موخه اعتراضي غوندې وکړې.

رخشانه: د امریکا متحده ایالاتو په واشنګټن ډي سي ښار کې مېشتو یو شمېر ا فعالانو، هنرمندانو او افغان وګړو، نن یکشنبې د زمري ۲۵ مه) په افغانستان کې «جنسیتي توپیر» د «ښځو په وړاندې محرومیت او تبعیض د یوه منظم» سیستم په توګه د جدي نیولو غوښتنه وکړه.

دوی په دې غونډه کې د افغان ښځو او نجونو وضعیت ته په اشارې و ویل، طالبانو هغوی له ژوند، زده کړو، اقتصاد، غونډو او عمومي فضا څخه حذب کړې دي.

واشنګټن ډي سي کې فعالانو او افغان وګړو ټینګار وکړ، چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د جنسیتي توپیر پای ته رسولو لپاره ځانګړي مشخص ګامونه پورته کړي.

دوی د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو له بشري حقونو سرغړونو ته په اشارې ویلي «له دې ډلې سره هر ډول تعامل باید د بشري حقونو له معیارونو او د ښځو او نجونو د حقونو خوندیتوب سره مل وي.»

په دې غونډه کې افغان فعالانو له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له بنسټونو وغوښتل، چې «د طالبانو د جرمونو د مستند کولو او له بشري حقونو د سرغړونو د عاملینو د ځواب ویونکو کولو لپاره» باید خپلواکه تحقیقاتي تګلارې رامنځ ته کړي.

په ورته وخت یو شمېر فعالانو او افغان وګړو په جینوا کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته اعتراضي غونډه وکړه تر د «افغان ښځو او نجونو غږ د نړیوالې ټولنې تر غوږه ورسوي.»

په دې اعتراضي غونډه کې ګډنوالو د طالبانو د سیاستونو او له انساني حقونو د هغوی د پراخه سرغړونو په وړاندې د خلکو په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو د مبارزو پر دوام ټینګار وکړ.

په دې اړه نور ولولئ...

غزني کې یوه ښځه د ناسمو درملو د تزریق له امله مړه شوې

یان اګلنډ: د مرستو کمېدا د افغان نجونو او ښځو لپاره ناورین دی

دوی له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.

دغه راز د کاناډا په تورینتو ښار کې یو شمېر افغان وګړو د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه اعتراضي غونډه کې ویلي، د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه، له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.

تېره ورځ هم افغان وګړو، د مدني فعالانو او سیاسي فعالانو، د افغانستان او فنلنډ د ګوندونو د استازو په ګډون په هلسینکي کې د کامپي له هوايي ډګره د فلنډ د پارلمان په لور یوه اعتراضي غونډه وکړه.

تنظیموونکو د دې اعتراضي حرکت موخه، د عدالت لپاره د افغانانو د غوښتنو د غږ منعکس کول او د نړیوالې ټولنې او فنلنډ حکومت پام د افغانستان اوسني وضعیت ته اړول وبلل.

دغه پروګرام د کامپي په هوايي ډګر کې د یوې اعتراضي سینمايي نندارې په وړاندې کولو سره پیل او وروسته په کې یو شمېر سیاسي او مدني فعالانو، د فنلند او افغانستان د ګوندونو او بنسټونو استازو په کې ویناوې وکړې.

اړوندې لیکنې

ننګرهار: په دوه جلا پېښو کې یو ماشوم مړ او درې نور ټپیان دي
خبر

ننګرهار: په دوه جلا پېښو کې یو ماشوم مړ او درې نور ټپیان دي

10 سپتمبر 2026
د بشري حقونو څارډله: له پاکستان نه د افغان زده کوونکو نجونو ایستل د هغوی زده کړې او امنیت ګواښي
خبر

د بشري حقونو څارډله: له پاکستان نه د افغان زده کوونکو نجونو ایستل د هغوی زده کړې او امنیت ګواښي

10 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: له هرو پنځو نجونو یوه هغه ۱۸ کلنۍ ته له رسېدو مخکې د ماشومانه واده قرباني کېږي
خبر

ملګري ملتونه: له هرو پنځو نجونو یوه هغه ۱۸ کلنۍ ته له رسېدو مخکې د ماشومانه واده قرباني کېږي

10 سپتمبر 2026
د بښنې نړیوال سازمان: له پاکستان نه د افغان محصلو نجونو ایستل به جدي پایلې ولري
خبر

د بښنې نړیوال سازمان: له پاکستان نه د افغان محصلو نجونو ایستل به جدي پایلې ولري

10 سپتمبر 2026
ولکر تورک: افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت نور هم مخ په خرابېدو دی
خبر

ولکر تورک: افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت نور هم مخ په خرابېدو دی

9 سپتمبر 2026
افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۲۳ مورده ته ورسېدې
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۲۳ مورده ته ورسېدې

9 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه