د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ننګرهار او د کونړ، زابل، هرات او فراه په ۱۷ ولسولیو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

17 اگست 2026
ننګرهار او د کونړ، زابل، هرات او فراه په ۱۷ ولسولیو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

Polio Free Afghanistan

له «پولیو پاک افغانستان» پاڼې اعلان کړی، چې د پولیو واکسین د کمپاین نوې لړۍ، په ننګرهار او د کونړ، کابل، هرات او فراه په ۱۷ ولسوالیو کې پیل شو.

رخشانه: د پولیو واکسین د کمپاین نوې لړۍ نن (دوشنبې د زمري ۲۶ مه) په ټول ننګرهار، د کونړ په اوو، د کابل په شپږو، د هرات او فراه په دوه دوه ولسوالیو کې پیل شوه.

له «پولیو پاک افغانستان پاڼې» ویلي دا کمپاین د پولیو وروستیو مثبتو پېښو ته د بېړني ځواب ویلو او د دې ویرو د لا پراختیا د مخیوي په موخه په لار اچول شوی دی.

په دې نوې لړۍ کې به د ننګرهار په ۱۴ ولسوالیو کې له نویو زېږدلو نیولې تر ۵۹ میاشتنیو ماشومانو پورې د پولیو (OPV) او له ۴ تر ۵۹ میاشتنیو ماشومانو پورې به د (fIPV) جزئي د ستنې واکسین ورکړل شي.

همدارنګه د ننګرهار په ۸ نورو ولسوالیو کې به له زېږدنې تر ۵ کلنۍ پورې ماشومانو ته یوازې د (OPV) پولیو د څاڅکي واکسین ورکړل شي.

معلومه نه ده، چې په دې لړۍ کې به له پنځه کلنۍ کم عمره څومره ماشومانو ته واکسین کړای شي.

له «پولیو پاک افغانستان» پاڼې له خلکو غوښتي، چې د پولیو ویروس له منځه وړلو لپاره خپل ماشومان واکسین کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر نن پورې، په افغانستان کې د پولیو یا ماشومانو د ګذڼ ۱۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، افغانستان دا مهال په نړۍ کې د پولیو ویروس تر ټولو لوړه کچه لري.

په دې اړه نور ولولئ...

غزني کې یوه ښځه د ناسمو درملو د تزریق له امله مړه شوې

یان اګلنډ: د مرستو کمېدا د افغان نجونو او ښځو لپاره ناورین دی

دا مهال په نړۍ کې افغانستان او پاکستان یوازیني هېوادونه دي، چې د پولیو ویروس په لمنځه وړلو نه دي بریالي شوي.

اړوندې لیکنې

ننګرهار: په دوه جلا پېښو کې یو ماشوم مړ او درې نور ټپیان دي
خبر

ننګرهار: په دوه جلا پېښو کې یو ماشوم مړ او درې نور ټپیان دي

10 سپتمبر 2026
د بشري حقونو څارډله: له پاکستان نه د افغان زده کوونکو نجونو ایستل د هغوی زده کړې او امنیت ګواښي
خبر

د بشري حقونو څارډله: له پاکستان نه د افغان زده کوونکو نجونو ایستل د هغوی زده کړې او امنیت ګواښي

10 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: له هرو پنځو نجونو یوه هغه ۱۸ کلنۍ ته له رسېدو مخکې د ماشومانه واده قرباني کېږي
خبر

ملګري ملتونه: له هرو پنځو نجونو یوه هغه ۱۸ کلنۍ ته له رسېدو مخکې د ماشومانه واده قرباني کېږي

10 سپتمبر 2026
د بښنې نړیوال سازمان: له پاکستان نه د افغان محصلو نجونو ایستل به جدي پایلې ولري
خبر

د بښنې نړیوال سازمان: له پاکستان نه د افغان محصلو نجونو ایستل به جدي پایلې ولري

10 سپتمبر 2026
ولکر تورک: افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت نور هم مخ په خرابېدو دی
خبر

ولکر تورک: افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت نور هم مخ په خرابېدو دی

9 سپتمبر 2026
افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۲۳ مورده ته ورسېدې
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۲۳ مورده ته ورسېدې

9 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه