د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د افغانستان د خبریالانو مرکز د یوه خبریال د اجباري اعتراف د ویډیو خپرول وغندل

3 اکتوبر 2025
د افغانستان د خبریالانو مرکز د یوه خبریال د اجباري اعتراف د ویډیو خپرول وغندل

د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) د طالبانو له لوري د نیول شوي خبریال مهدي انصاري د اجباري اعتراف ویډیو خپرول په کلکه وغندل.

رخشانه: دغه مرکز پرون ماښام (پنشنبې د تلې ۱۰ مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، د افغان خبري آژانس د خبریال مهدي انصاري د اجباري اعتراف ویډیو خپرول د دغه خبریال د «عادلانه محکمې د اصولو او بشري حقونو ښکاره سرغړونه» ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو دغه اقدام د «رسنیو او رسنیزو فعالانو د پراخې ځپنې او محدودیتونو د لړۍ برخه» بللې چې د هېواد د وګړو د حقونو او رسنیو د مسلکيتوب لپاره جدي ګواښ رامنځ ته کوي.

تېره ورځ د طالبانو استخباراتو پورې تړلې شبکې «صدای هندوکش» په خواله رسنۍ، د مهدي انصاري د اجباري اعتراف ویډیو خپره کړه او د دې ویډیو په وضاحت کې یې لیکلي، چې هغه د طالبانو پر ضد د «زهرجنو تبلیغاتو» او د بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ په تور نیول شوی دی.

د دې ویډیو د ثبت پر مهال د ثبت کره نېټه او د مهدي انصاري د روحي- رواني حالت څرنګوالی نه دی معلوم.

د افغان خبري آژانس خبریال مهدي انصاري د تېرکال د تلې میاشتې په ۱۴ مه نېټه د دفتر له کار څخه د راستنېدو پر مهال د کابل لوېدیځ پل خشک سیمې څخه ورک شو او کورنۍ یې درې ورځۍ وروسته تایید کړه، چې هغه د طالبانو استخباراتو نیولی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

طالبانو دغه خبریال د «نظام ضد تبلیغ» په تور په یوه کال بند محکوم کړ او اوس مهال په زندان کې شپې او ورځې تېروي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې خبریال محکمه کېدل غیرعادلانه وبلل وايي، طالبانو د خپلواک مدافع وکیل په نه شتون کې، هغه په بند محکوم کړی دی.

یاد مرکز ویلي، دوی له طالبانو غوښتي، چې په هېواد کې د خبریالانو او رسنیزو فعالانو نیونې، د بیان د آزادۍ او رسنیو د ځپلو لړۍ ودوروي.

طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې پر رسنیو د محدودیتونو پلي کولو سره لسګونه رسنۍ ودرولې او لسګونه خبریالان، فعالان او د رسنیو کارکوونکي یې نیولي او زنداني کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د شمېرو له مخې، په کابل، غزني او پروان کې، لږ تر لږه شپږ خبریالان د طالبانو په زندانونو کې دي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه