د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

هراتي بلاګره نجلۍ عالیه ملورین د طالبانو له زندانه خوشې شوه

4 اکتوبر 2025
هراتي بلاګره نجلۍ عالیه ملورین د طالبانو له زندانه خوشې شوه

هرات کې د هراتي بلاګرې نجلۍ عالیې ملوری سرچینې او خپلوان تاییدوي، چې هغه د طالبانو له بنده خوشې شوې ده.

رخشانه: د ملورین کورنۍ ته نېږدې یوې سرچینې د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته تایید کړې، چې هغه د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۳ مه) له درو شپو ورځو زندان وروسته خوشې شوې ده.

د سرچینې په وینا، طالبانو له دې بلاګرې نجلۍ ژمنه اخیستې، چې په ټولنیزو رسنیو به خپل فعالیت دروي.

ملورین د «طالبانو د خوښې پرته اغوستلو پرته په تبلیغاتي ویډیوګانو کې د راڅرګندېدونو» له امله نیول شوې وه.

سرچینې ویلي: «په هغه ویډیوګانو کې، چې عالیې په انسټاګرام خپرولې، مخ او ویښتان یې لیدل کېدل او امربالمعروف ورته ویلي، په اسلام کې روا نه دي، چې ښځه د کمرې مخې ته ودرېږي او [ستا دا کار] جرم ګڼل کېږي.»
هرات کې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو د دوشنبې (وږي ۳۱ مه) مازیګر مهال عالیه ملورین نیولې وه.

د هغې د نیولو سره هم مهاله د هغې ټولې تبلیغاتي ویډیوګانې او انځورونه له انسټاګرام پاڼې پاکې کړای شوې دي.

د عالیې ملورین انسټاګرام پاڼې له ۶۰ زره زیات څاروونکي درلودل او هغه زیاتره د تبلیغاتي ویډیوګانو په چوکاټ کې راڅرګندېده او دا فعالیت یې د ګټې تر لاسه کولو یوه لار بلل کېده.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د ښځو او نجونو پر مخ د ښوونیزو مرکزونو او پارکونو تړل کېدو یو شمېر په مجازي نړۍ کې د بلاګرۍ فعالیت ته مخ کړه. ښځینه بلاګران هم په ټولنیزو رسنیو د انځورونو او ویډیوګانو په خپرولو سره د مخاطبینو د جلب تر څنګ ګټه ترلاسه کوله.

د طالبانو له لوري د یوې بلاګرې نجلۍ نیول او زنداني کول او د هغې د تبلیغاتي پاڼې تړل کېدل، کېدای شي په مجازي نړۍ کې د ښځو پر فعالیتونو د تازه فشارونو د پیل نښه وي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه