د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ښوونکي نړیواله ورځ، ټولو نجونو او هلکانو ته دې د زده کړو برابر فرصتونه برابر کړای شي

5 اکتوبر 2025
د ښوونکي نړیواله ورځ، ټولو نجونو او هلکانو ته دې د زده کړو برابر فرصتونه برابر کړای شي

انځور:EU in Afghanistan

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ښوونکي نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، تمه لري چې په هېواد کې و ټولو نجونو او هلکانو ته د زده کړو برابر فرصتونه برابر کړای شي.

رخشانه: ښاغلي کرزي نن (یکشنبې د تلې ۱۳ مه) پر خپله فسبوک پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره د ښوونکي نړیوالې ورځ ټولو په ځانګړې توګه ښځینه ښوونکو ته مبارکي ویلي او د هغو له هڅو او کړاونو یې ستاینه کړې ده.

هغه لیکلي: «ښکاره ده، چې په افغانستان کې ښوونکي له ستړیا، ستونزو، اقتصادي فشارونو او سرچینو له کموالي سره سره د هېواد د بچیانو د زده کړو او تربیې لپاره هڅې کوي او خپلې دندې په ژمنتیا او بشپړې ریښتینولۍ سره تر سره کوي.«

ښاغلي کرزي تمه ښودلې، چې ژر تر ژره د هېواد د ټولو نجونو او هلکانو لپاره د زده کړو پراخ فرصتونه برابر شي، تر څو هغوی وکولی شي خپل خوبونه رښتیا کړي او هېواد د هوساینې او پراختیا په لور بوځي.

هغه ټینګار کړی، چې د ښوونکو د سرښندنو او هڅو په ترڅ کې د هېواد بچیان د علم لوړو پوړونو ته رسېدای شي او کولی شي خپل ځان، کورنۍ او ټولنې ته د خدمت وړ وګرځي.

کابل کې د اروپايي ټولنې دفتر هم پر خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، چې زده کړې د ټولو لپاره، د یوه پیاوړي او پر ځان بسیا افغانستان لپاره کیلي ده، چې اقتصادي پراختیا پیاوړې کوي.

دغه بنسټ د افغانستان د ټولو، په ځانګړې توګه د ښځینه ښوونکو نه ستړېدونکې هڅې ستایلې او هرکلی یې کړی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د اکتوبر پنځمه د ښوونکي نړیواله ورځ نمول شوې ده. له همدې امله په ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي، خو طالبانو امر کړی، چې دغه ورځ دې په هېواد کې نه لمانځل کېږي.

طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې او په دې سره یې په ټول هېواد کې زرګونه ښځینه ښوونکې بې کاره او په کور کېنولې دي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه