د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د کاج ښوونیز مرکز د قربانیانو درېيمه کلیزه فنلنډ کې ولمانځل شوه

6 اکتوبر 2025
د کاج ښوونیز مرکز د قربانیانو درېيمه کلیزه فنلنډ کې ولمانځل شوه

«فنلنډ کې د هزاره کلتور کورنۍ» کلتوري مرکز اعلان کړی، چې کابل کې د کاج ښوونیز مرکز د قربانیانو درېیمه کلیزه فنلنډ کې ولمانځل شوه.

رخشانه: دغه پروګرام شنبې د (تلې ۱۲ مه) فنلډ کې د هزاره کلتور کورنۍ فنلنډ کې، د بښنبې نړیوال سازمان او فنلنډ کې د ښځو ټولنې سره په همغږۍ، په هلسینکي ښار کې جوړ شوی وو.

د دې پروګرام جوړونکو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې، د ښځو او زیان مننوونکو ډلو وضعیت وڅېړه او ویې ویل، افغانستان کې ښځې له خپلو ټولو حقونو محرومې دي.

فنلنډ کې د هزاره کلتور کورنۍ مشر لطیف فیاض، د کابل په درشت برچي سیمه کې په ښوونیز مرکز برید، د هزاره ګانو پر وړاندې هدفي، سیتماتیک او سازمان شوی برید وباله.

هغه و ویل: «یوه پېړۍ کېږي، چې افغانستان کې هزارګان د قومي او مذهبي هویت او د غیرانساني کولو، قومي پاکوالي، وژنو، په زور کډوالۍ او محرومولو په موخه په نښه کېږي.»
فنلنډ کې د بښنې نړیوال سازمان مشر فرانک یوهانسون په دغه پروګرام کې و ویل، د کابل دشت برچي د کاج ښوونیز مرکز د قربانیانو یاد «هېڅکله باید له یاده ونه ایستل شي.»

نوموړي د طالبانو له لوري په افغانستان کې د انټرنېټ دوه ورځې بندښت، د بشري حقونو د سرغړونې یوه بېلګه وبلله او زیاته یې کړه، د طالبانو دغه اقدام د افغانستان خلکو ته د مرستو رسولو لړۍ ګډوډه کړې او زیاتې اندېښنې یې پنځولې دي.

یوهانسون افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پراخو محدودیتونو ته په اشارې ویلي، دغه محدودیتونه د بشري حقونو د ماتونې ښکاره بېلګې دي.

دغه راز د فنلنډ د بېښنې نړیوال سازمان مشر دا هم ویلي، طالبانو شرعي نظام د عدلي او قضايي نظام ځای ناستی کړی او شریعت په افراطي ډول پر خلکو پلی کوي.

هغه زیاته کړې، د طالبانو قضايي سیستم د ځواب ویلو نه دی او د تړلو دروازو تر شاه تر عملي کېږي. د نوموړي په وینا، د طالبانو له قضايي سیستمه ټولې ښځې لرې کړای شوې او د هغوی د حقونو د ملاتړ ټولې کړنلارې یې لغوه کړې دي.

یوهانسون دغه راز له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو پراخه ایستنه د اندېښنې وړ بللې وايي، په اروپا کې د ښي اړخو افراطي جریانونو ودې، له اروپا څخه هم د افغان کډوالو د ایستلو موضوع تر بحث لاندې کړې ده.

نوموړي د فنلنډ له دولته وغوښتل، چې هېڅ افغان وګړی په زور خپل هېواد ته وانستوي او دغه موضوع دې نه یوازې په ملي بلکې د اروپا په کچه مطرح کړي.

د فنلنډ د پارلمان غړې مېرمن تینا الو، په دې پروګرام کې د کابل دشت برچي کې پر کاج ښوونیز مرکز برید ته په اشارې و ویل: «دغه ناورین په افغانستان کې د نجونو او قومي او مذهبي لږکیو د زیان مننونکي وضعیت بېلګه ده او څرګندوي، چې تاوتریخوالي غوښتونکې افراطي ډلې، له هغې جملې طالبان څه ډول په هرې وسیلې سره د زده کړو، پوهاوي او فکري خپلواکۍ د غلي کولو په لټه کې دي.»

هغې زیاته کړه، افغانستان کې د هزاره ګانو پر وړاندې توپیري چلند، د بشري حقونو سرغړونې او تاوتریخوالی په دوامداره او سیستماتیک ډول دوام لري، په ځانګړې توګه وروسته له هغې، چې طالبان بیا واک ته رسېدلي دي. نوموړې و ویل: «له نسلونو راهیسې هزاره ګان له توپیري چلند، تاوتریخوالي سره مخ او د ظلم او ځورونې هدف دي او دا ظلم د طالبانو له بیا راتګ وروسته زیات شوی دی.»

نوموړې ټينګار ګړی، چې هزاره ښځې په خورا زیان مننونکي وضعیت کې دي، ځکه هم د قومیت په دلیل او هم د خپل جنسیت له پلوه، د پراخ توپیري چلند سره مخ دي.

په دې اړه نور ولولئ...

بنټ د کابل لودیځ کې په «شمع هدایت» ښوونځي د برید د عاملینو پلټنې او پېژندلو غوښتنه وکړه

سیما باهوس: له ټولنې د افغان ښځو ایستل نه باید عادي کړای شي

د فنلنډ د پارلمان غړې له نړیوالې ټولنې وغوښتل،چې طالبان د فشارونو او بندیزو له لارې د بشري حقونو د سرغواړي او پر ښځو د محدودیتونو پلي کولو له امله ځواب ویوونکي کړي.

د ۱۴۰۱ کال د تلې په اتمه نېټه د کابل په دشت برچي سیمه کې پر کاج ښوونیز مرکز ځانمرګی برید وشو، چې له امله یې ۵۳ زده کوونکو ژوند له لاسه ورکړ او له ۱۱۰ زیات نور په کې ټپیان شول.

اړوندې لیکنې

«د ښځو او ماشومانو د حقونو تحقیقاتي بنسټ» د طالبانو له زندانه د خپلو شپږو همکارانو د خوشي کېدو غوښتنه وکړه
خبر

«د ښځو او ماشومانو د حقونو تحقیقاتي بنسټ» د طالبانو له زندانه د خپلو شپږو همکارانو د خوشي کېدو غوښتنه وکړه

17 اگست 2026
بشپړونکی/ د کابل لوېدیځ ته ښوونځي کې چاودنه، ۱۷ ټپي زده کوونکي روغتون ته وړل شوي
خبر

بشپړونکی/ د کابل لوېدیځ ته ښوونځي کې چاودنه، ۱۷ ټپي زده کوونکي روغتون ته وړل شوي

17 اگست 2026
د کابل دشت برچي کې یوه خصوصي ښوونځي ته نېږدې چاودنه وشوه
خبر

د کابل دشت برچي کې یوه خصوصي ښوونځي ته نېږدې چاودنه وشوه

17 اگست 2026
ننګرهار او د کونړ، زابل، هرات او فراه په ۱۷ ولسولیو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو
خبر

ننګرهار او د کونړ، زابل، هرات او فراه په ۱۷ ولسولیو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

17 اگست 2026
د ننګرهار له سینده د یوه ماشوم هلک جسد موندل شوی
خبر

د ننګرهار له سینده د یوه ماشوم هلک جسد موندل شوی

17 اگست 2026
د نړۍ په څو هېوادونو کې افغان وګړو د طالبان پر ضد اعتراضي غوندې وکړې
خبر

د نړۍ په څو هېوادونو کې افغان وګړو د طالبان پر ضد اعتراضي غوندې وکړې

17 اگست 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه