د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړاوي پلټلو لپاره خپلواکه کړنلاره تصویب کړه

6 اکتوبر 2025
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړاوي پلټلو لپاره خپلواکه کړنلاره تصویب کړه

په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړاوي لپاره خپلواکه پلټونکې کړنلاره، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له خوا د هېڅ مخالفې رایې پرته تایید شوه.

رخشانه: په جینوا کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد اندېشه نن (دوشنبې د تلې ۱۴ مه) ویلي، په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړاوي په اړه کومه خپلواکه پلټونکې کړنلاره وړاندې شوې وه، له رایې اچوونې او مخالفت پرته تصویب شوه.
ښاغلي اندېښه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، طالبانو په هېڅ هېواد کې د ځان لپاره نړیوال ملاتړ ته کوم ځای نه دی پریښی.

هغه ویلي: «تعاملات په بشپړه توګه معامله يي او لنډ مهالي دي، ټولو همکارانو، کډونوالو او بنسټونو ته چې د دې خپلواکې پلټونکي کړنلارې په رامنځ ته کولو کې یې مرسته کړې، مبارکي وایم، دا لویه ورځ ده.»

د بشري حقونو څار ډلې هم په یوه اعلامیه کې اعلان کړی، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۲۰۲۵ د اکتوبر په ۶ مه یو تاریخي پرېکړه لیک تصویب کړ، چې پر بنسټ یې په افغانستان کې د بشري حقونو د تېرو او روانو سرغړونو د پلټنې لپاره یوه خپلواکه کړنلاره رامنځ ته کېږي.

د بشري حقونو څار ډلې (Human Rights Watch) نن اعلان کړی، چې دا پرېکړه لیک طالبانو او په افغانستان کې د جدي جرمونو نورو ترسره کوونکو ته یو روښانه پیغام لېږي، چې لاسوندونه راټول او چمتو کېږي، تر څو دوی یوه ورځ د عدالت پر وړاندې د خپلو جرمونو ځواب ویونکي شي.

د بشري حقونو څار ډلې په اعلامیه کې راغلي: «دغه پرېکړه لیک چې د اروپايي ټولنې په نوښت وړاندې شو د [ټولو سیمو، سیاسي ډلو او هېوادونو په اجماع او پراخ ملاتړ] سره تصویب شو.»

د دې پرېکړه لیک پر بنسټ به، نوې کړنلاره به په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پر روان سرغړونو، کوم چې د جنسیت له پلوه ځورونکې دي، ځانګړی تمرکز ولري.

دغه بنسټ دنده لري، چې د جنګي جنایتونو، د بشریت پر وړاندې جنایتونو او د بشري حقونو د نورو ټولو سرغړونو په اړه لاسوندونه راټول او خوندي کړي، مسوول کسان په نښه او دوسیې برابر کړي، تر څو وکولي له هغو د قضايي څار لپاره په ملي او نړیوالو محکمو کې کار واخلي.

د بشري حقونو څار ډلې په اعلامیه کې راوړل شوي، دې پرېکړه لیک په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي کاري موده، چې څارنه او راپور ورکول یې حیاتي دي او نوې کړنلاره بشپړوي، وغځوله.
په اعلامیه کې راغلي: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غړو هېوادونو په دې اقدام سره، د خپل هوډ یو ټینګ او ګډ پیغام ولېږه، تر څو ډاډ تر لاسه شي، چې په افغانستان کې د جدي نړیوالو جرمونو تر سره کوونکي – که په تېر کې دي او که اوس دي، یوه ورځ به محکمې ته راکش او مسوول وګڼل شي.»

د بشري حقونو څار ډله کې د افغانستان څېړونکې فرشته عباسي وايي: «دا ډېره حیاتي ده، چې نوې کړنلاره ژر تر ژره خپل کار پیل کړي، تر چې وکولی شي لاسوندونه راټول، جوړ او وساتي او په افغانستان کې د نړیوالو جرمونو مسوول کسانو لپاره دوسیې چمتو کړي.»

د بشري حقونو څار ډلې ویلي، دا پرېکړه لیک د افغان او نړیوالو بشري حقونو سازمانونو د هغو غوښتنو د ځواب لپاره ده، چې په افغانستان کې د مجازاتو پر وړاندې د ریښه لرونکي معافیت سره مبارزه کوي.

د ۲۰۲۵ کال په اګست کې د بشري حقونو د څار ډلې په مشرۍ یو ائتلاف د افغانستان د بشري حقونو د مدافعینو شبکې او د ۱۰۸ افغان او نړیوالو سازمانونو له خوا ملاتړ شويو د څلورو کلونو هڅو وروسته د پلټونکې کړنلارې د جوړولو لپاره خپله غوښتنه بیا تازه کړه. په تېر کال کې ملګرو ملتونو کارپوهان او بېلا بېل هېوادونه د مدني ټولنو له ډلو سره یو ځای شول او له اروپايي ټولنې یې وغوښتل، چې دغه اقدام مخ ته یوسي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د اعلامیې پر بنسټ دا پلټوونکی میکانېزم، لکه د سوریې او میانمار لپاره ورته کړنلارو په څېر به د نړیوالو جرمونو د څېړنې لپاره، یو هر اړخیز چلند ولري او ټول هغه کسان، چې د طالبانو د هغو امرونو او سیاستونو په پلي کولو کې، چې د نړیوالو قوانینو خلاف دي، لکه د «امربالمعروف قانون» وڅېړل شي او دوی پورې اړوند لاسوندونه به د راتلونکو محکمو لپاره راټول او خوندي کړای شي.

د بشري حقونو څار ډلې ویلي، د دې پلټونو لمن یوازې تر طالبانو پورې نه راټولېږي، بلکې د مخکني حکومت چارواکي، جنګي قوماندانان، نړیوال ځواکونه، غیر دولتي وسله والې ډلې او ټول هغه کسان رانغاړي، چې د بشري حقونو په جدي سرغړونو کې یې رول درلود.

د جرمونو ضد نړیوالې محکمې (ICC) له وړاندې د طالبانو د مشر او د سترې محکمې د رییس د نیولو امر «د جنسیت پر بنسټ ځورونې او د بشریت پر وړاندې جنایت» په تور صادر کړی وو.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه