د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

پنجشر کې په خوراځواکۍ اخته کابو شپږ زره ماشومان او امیدواره ښځې ثبت شوې

7 اکتوبر 2025
پنجشر کې په خوراځواکۍ اخته کابو شپږ زره ماشومان او امیدواره ښځې ثبت شوې

پنجشېر کې د طالبانو د اطلاعاتو او کتلور ریاست، په دغه ولایت کې په خوارځواکۍ د اخته کابو شپږ زره ماشومانو او امیدواره ښځو د ثبتېدو خبر ورکړی دی.

رخشانه: دغه ریاست نن (سه شنبې د تلې ۱۵ مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په پنجشېر کې ۵ زره او ۹۲۵ تنه په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

پنجشېر کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس ډاکتر حجت الله محمدي ویلي، له دې ډلې ۴ زره او ۲۴۴ تنه ماشومان او یو زر او ۶۸۱ امیدواره ښځې دي.

په پنجشېر کې د طالبانو د عامې روغتیا د رییس په وینا، ماشوم په سخته او متوسطه خوارځواکۍ اخته شوي دي.

هغه زیاته کړې، چې په خوارځواکۍ کابو ۳ زره او ۶۳۹ تنه ماشومان درملنه شوي او پاتې نور د درملنې په حالت کې دي، او په خوارځواکۍ اخته امیدواره مېرمنې هم تر روغتیايي څار لاندې دي.

څه موده وړاندې، په افغانستان کې د خوړو نړوال سازمان (WFP) اعلان کړی وو، چې افغانستان کې شاوخوا ۴.۷ میلیونه ښځې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

دغه بنسټ ویلي وو، چې افغانستان کې ۹.۵ میلیون تنه د خوړو له سخت نه خوندیتوب سره مخ دي.

په دې اړه نور ولولئ...

معترضو ښځو د طالبانو له زندانه د مژده ازبک د خوشي کولو غوښتنه وکړه

غزني کې د لاسي بم چاودنې یوه ښځه وژلې

بهرنیو بنسټونو په وار وار خبرداری ورکړی، چې افغانستان د خوارځواکۍ له زیاتېدونکي ناورین سره لاس او ګرېوان دی.

له ایران او پاکستان څخه د ګډوالو اجباري راستنېدا، سخته وچکالي او د بشري مرستو بې درېغه کمښت په هېواد کې دغه ناورین زیات کړی دی.

اړوندې لیکنې

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد
خبر

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد

14 نوومبر 2026
بامیانو کې طالبان: نجونې او هلکان د په جلا وختونو کې ښوونیزو مرکزونو ته لاړ شي
خبر

بامیان او بغلان کې ترافيکي پېښو د دریو ماشومانو ژوند واخیست

14 نوومبر 2026
فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه
خبر

فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه

14 نوومبر 2026
د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي
خبر

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

13 نوومبر 2026
فاریاب کې د یوې غونډۍ ښویدو د دوه ماشومانو ژوند واخیست
خبر

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

12 نوومبر 2026
یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه