د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بنفشه یعقوبي: افغان ښځې په وېره او نجونې د ښوونځيو دروازو د خلاصون په انتظار ژوند کوي

8 اکتوبر 2025
بنفشه یعقوبي: افغان ښځې په وېره او نجونې د ښوونځيو دروازو د خلاصون په انتظار ژوند کوي

د افغانستان د ښځو لپاره د ولسي محکمې څارنواله بنفشه یعقوبي وايي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځې په وېره کې ژوند کوي او نجونې د ښوونځیو د دروازو پرانستل کېدو په هیله دي.

رخشانه: هغې دغه څرګندونې نن (چهارشنبې د تلې ۱۶ مه) د یادې محکمې په لومړۍ غونډه کې، چې د آسپانیا په مادرید ښار کې پیل شوې، مطرح کړې ده.

مېرمن یعقوبي د افغانستان د ښځو لپاره د ولسي محکمې په لومړۍ ناسته کې د خپلې وینا پر مهال و ویل، طالبان د ښځو په ځپلو سره د افغانستان د نیمايي وګړو د لرې کولو په لټه کې دي.

هغې د ښځو او نجونو د حقونو او اساسي خپلواکیو پر وړاندې د طالبانو پراخو محدودیتونو ته په اشارې ویلي، دغې ډلې« له ښځو ژوند تروړلی دی.»

د افغانستان د ښځو لپاره د ولسي محکمې څارنوالې زیاته کړې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ژورو تیارو ته ټېل وهل شوی دی.
نوموړې په ټینګار سره وايي، سره له دې لاسوندونو، چې افغانستان کې ښځې د طالبانو تر ځپلو لاندې دي، د بشري حقونو مدافع بنسټونو او نړیوالې ټولنې د هغوی ځپل له پامه غورځولي دي.

مېرمن یعقوبي په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر وړاندې پراخ جنایتونه او محدودیتونه « د انسانیت پر وړاندې جرم» وباله او په افغانستان کې یې د جرم په توګه د جنستي توپیر د په رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه.

په دې اړه نور ولولئ...

د سویلي افریقا د ښځو حقونو یو شمېر فعالانو افغانستان کې د جنسیتي توپیر رسمیت پېزندنې په پار کمپاین وکړ

معترضې ښځې: د طالبانو په بیا راتګ سره د میلیونونه وګړو ژوند بحران ته ننوتی

هغې همدارنګه له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغان ښځو تر څنګ ودرېږي او له هغوی د «لمنځه تللي عدالت» د بېرته تر لاسه کولو لپاره ملاتړ وکړي.

د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې د جوړېدو موخه د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، د ښځو د حقونو څخه د سرغړونو څېړل او مستند کول دي.

د رواداری بنسټ مشرې او د دې محکمې یوې جوړونکې شهزاد اکبر په خپله پیلیزه وینا کې و ویل، د دې محکمې د ترسره کولو هدف، د جرمونو د عادي کولو سره مبارزه او د ښځینه قربانیانو لپاره د یوه بستر رامنځ ته کول دي، تر څو د بشري حقونو د سازمان شویو سرغړونو بیان وکړي.

د افغان ښځو لپاره ولسي محکمه د مدني او بشري حقونو د بنسټونو، «روادارۍ»، بشري حقونو موسسې او د افغانستان دموکراسۍ، د څېړلو او پراختیا بنسټ او د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې» په نوښت جوړه شوې ده.

اړوندې لیکنې

پولنډ کې درې پېغلې افغان نجونې لادرکه شوې دي
خبر

پولنډ کې درې پېغلې افغان نجونې لادرکه شوې دي

6 اگست 2026
ننګرهار کې د یوې ۱۲ کلنۍ نجلۍ جسد موندل شوی
خبر

ننګرهار کې د یوې ۱۲ کلنۍ نجلۍ جسد موندل شوی

6 اگست 2026
طالبان: ښځه عورت ده، د مېړه له اجازې پرته باید له کوره ونوځي
خبر

طالبان: ښځه عورت ده، د مېړه له اجازې پرته باید له کوره ونوځي

6 اگست 2026
اوچا: د بودیجې د کمښت له امله افغانستان کې ډېری بشري خدمات لا هم درېدلي
خبر

اوچا: د بودیجې د کمښت له امله افغانستان کې ډېری بشري خدمات لا هم درېدلي

5 اگست 2026
ملګري ملتونه: د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د ماشومانو خوارځواکي «بحراني» کچې ته رسېدلې
خبر

ملګري ملتونه: د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د ماشومانو خوارځواکي «بحراني» کچې ته رسېدلې

5 اگست 2026
افغانستان کې د پولیو ویرویس مثبتې پېښې ۱۵ ته ورسېدې
خبر

افغانستان کې د پولیو ویرویس مثبتې پېښې ۱۵ ته ورسېدې

4 اگست 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه