د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د افغان ښځو لپاره ولسي محکمه په آسپانیا کې پیل شوه

8 اکتوبر 2025
د افغان ښځو لپاره ولسي محکمه په آسپانیا کې پیل شوه

د رواداری په نوم د بشري حقونو بنسټ اعلان وکړ، چې د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې لومړۍ ناسته په آسپانیا کې پیل شوه.

رخشانه: رواداري ویلي، د دې محکمې لومړۍ ناسته نن (چهارشنبې د تلې ۱۶ مه) د آسپانیا په مادرید ښار کې پیل شوې ده.

د دې بنسټ د اعلامیې له مخې، د دې ولسي محکمې د جوړېدو موخه د طالبانو بیا واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو د حقونو د سرغړونو، څېړل او مستند کول دي.

د رواداری بنسټ مشرې او د دې محکمې یوې جوړونکې شهزاد اکبر په خپله پیلیزه وینا کې و ویل، د دې محکمې د ترسره کولو هدف، د جرمونو د عادي کولو سره مبارزه او د ښځینه قربانیانو لپاره د یوه بستر رامنځ ته کول دي، تر څو د بشري حقونو د سازمان شویو سرغړونو بیان وکړي.

د مېرمن اکبر په وینا، افغان ښځو او نجونو په تېرو څو لسیزو کې جنسیتي توپیر او تاوتریخوالی تجربه کړی او دا محکمه د هغوی لپاره یو فرصت دی، تر څو یې غږ واورېدل شي.

هغې په خپلو خبرو کې زیاته کړه، دغه محکمه له کلونو هلو ځلو وروسته جوړېږي، چې «د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې ظلم او جنسیتي تېری اصلي محور» دی.

د روادارۍ بشري حقونو بنسټ رییسې افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونو او اساسي خپلواکیو ته په اشارې وايي، دغه محدودیتونه د طالبانو د نرواکي نظام له خوا پلي شوي، چې د «جنستي توپیر» بشپړه بېلګه ده.

مېرمن اکبر تایید کړه، چې طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې به د تاوتریخوالي د قربانیانو غږ غلی نه شي. د هغې په وینا، ښځې به په افغانستان کې عدالت ته د لاسرسي برخه کې له خپل مقاومت نه لاس په سر نه شي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د رواداری رییسې د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړه، دغه محکمه د قربانیانو د کیسو، لاسوندونو او راټولو شویو مستندونو پر بنسټ جوړېږي او د طالبانو ټول جنایتونه مستند کړای شوي دي.

هغې د خپلو خبرو په پای کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د طالبانو د «جنایتونو د عادي کولو او د افغان ښځو تر څنګ د درېدو» څخه یو وټاکي.

د افغان ښځو لپاره ولسي محکمه د مدني او بشري حقونو د بنسټونو، «روادارۍ»، بشري حقونو موسسې او د افغانستان دموکراسۍ، د څېړلو او پراختیا بنسټ او د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې» په نوښت جوړه شوې ده.

روادارۍ څه موده وړاندې ویلي وو، چې دغه محکمه به «د نړیوالو قوانینو، اصولو او معیارونو په چوکاټ کې، د څارنوالانو او ښځینه قربانیانو د بیانونو او څېړونکو له خوا د چمتو کړای شویو شواهدو پر اساس د طالبانو د جنستي توپیر پر بنسټ د ربړونکي سیستم ارزونه وکړي.»

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه