د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

عیني شاهدانو د ښځو لپاره ولسي محکمه کې څه شاهدي ورکړ؟

8 اکتوبر 2025
عیني شاهدانو د ښځو لپاره ولسي محکمه کې څه شاهدي ورکړ؟

د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې په لومړۍ ناسته کې، یو شمېر معترضو مېرمنو، چې د طالبانو له خوا نیول شوې او ربړول شوې وې، ټکان ورکوونکې کیسې وړاندې کړې.

رخشانه: پروانې ابراهیم خېل نن (چهارشنبې د تلې ۱۶ مه) په خپلو څرګندونو کې و ویل، طالبانو د دې په خاطر چې د ښځو اعتراضي پروګرامونه یې لارښود کړي وو، د دې د سنګسارولو حکم صادر کړی وو.

د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې لومړۍ غونډه د طالبانو جنایتونو ته د رسېدو په خاطر د آسپانیا په مادرید ښار کې جوړه شوې وه.

ابراهیم خېل په دې ناسته کې شاهدي ورکړه، چې طالبانو د دې د خور خاوند هم د خپلو ماشومانو پر وړاندې ونیوه، او لس کلن خوریی یې د دې لپاره برمته کړی وو تر څو هغه هم ونیسي.

د دې معترضې مېرمنې په وینا، طالبانو د دې د خور خاوند چې له دې سره یو ځای نیول شوی وو، هم په سنګسار محکوم کړی وو.

هغې زیاته کړه، د طالبانو په زندان کې یې د سنګسار حکم له اورېدو وروسته هیله درلوده، چې نوره ژوندۍ پاتې نه شي او څو ځلې یې په زندان کې د ځان وژنې هڅه کړې وه.

ابراهیم خېل و ویل: «طالبانو زه تورنه کړې وم، چې مسلمانه نه یم، او د دوی پر ضد اعتراض لپاره د ملګرو ملتونو له بنسټونو او بهرنیو هېوادونو پیسې او امر تر لاسه کوم.»

په ورته وخت یوې بلې معترضې ښځې هم چې د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې په غونډه کې د عیني شاهد په توګه شتون درلود ویلي، طالبانو معترضه مېرمنې په ځانمرګو بریدونو ګواښلې وې.

دغې معترضې مېرمنې چې د امنیتي ننګونو له امله یې هویت څرګند نه کړ و ویل، طالبانو له دې سره اړیکه نیوله او ورته ویل یې چې «موږ د معترضانو په منځ کې ځانمرګی برید کوو او هر څوک چې و وژل شول، مسوول یې تاسو یاستۍ.»

دغې معترضې مېرمنې زیاته کړې، بالاخره طالبانو دا په کابل ښار کې له خپل کار ځای څخه ونیوه او همکاران یې وګواښل، چې د طالبانو له لوري د هغې د نیولو پېښه رسنیزه نه کړي.

هغې ویلي، د طالبانو په زندان کې د ټوپک په کنداغ، سوکانو او لغتو ربړونل شوې او د دې ربړونې په ترڅ کې یې ملا زیان لیدلی او پوښتۍ یې ماتې شوې دي.

د هغې په وینا، طالبانو د پلټنو پر مهال د دې د کورنۍ د غړو د عکسونو په ښودلو او د هغوی په مرګ ګواښلو سره دا په روحي ډول ربړولې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

د کار نړیوال سازمان: د افغانستان کاري ځواک کې د ښځو ګډون ۵.۱ سلنه راټیټ شوی

بنټ د کابل لودیځ کې په «شمع هدایت» ښوونځي د برید د عاملینو پلټنې او پېژندلو غوښتنه وکړه

دې معترضې مېرمنې دا هم زیاته کړې، چې طالبانو په وار وار دې ته د «فاحشې» خطاب کړی، قوم او ژبې ته یې سپکاوی کړی او ویل یې چې د کورنۍ نارینه یې «بې غیرته» دي. ښځې باید په کور کېني او اولادونه وروزي.

دغې معترضه مېرمن وايي، طالبانو په زندان کې دې ته یو کتاب راوړ، چې په هغې کې د دې ډلې د مشر د هبت الله اخوندزاده او داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي نومونه وو او ویل یې له دې دوه تنو باید له یوه سره «بیعت» وکړې.

هغې په دې ناسته کې شاهدي ورکړه، چې طالبانو دا په زندان کې دې ته هڅوله، چې تشناب او اوبو ته له لاس رسي پرته، قران و وايي او لمونځ وکړي.

د دې معترضې مېرمنې په وینا، دا د خپلې کورنۍ په تضمین او د ضمانت په توګه، د څو سوداګریزو مرکزونو د جواز په ورکړې سره خوشې او بالاخره له افغانستان څخه ووته.

هغې د افغانستان د ښځو لپاره له ولسي محکمې وغوښتل، چې د طالبانو جنایتونه په ځير سره وڅېړي او د افغان ښځو په حق کې عدالت تامین کړي.

اړوندې لیکنې

سیما باهوس: له ټولنې د افغان ښځو ایستل نه باید عادي کړای شي
خبر

سیما باهوس: له ټولنې د افغان ښځو ایستل نه باید عادي کړای شي

17 اگست 2026
«د ښځو او ماشومانو د حقونو تحقیقاتي بنسټ» د طالبانو له زندانه د خپلو شپږو همکارانو د خوشي کېدو غوښتنه وکړه
خبر

«د ښځو او ماشومانو د حقونو تحقیقاتي بنسټ» د طالبانو له زندانه د خپلو شپږو همکارانو د خوشي کېدو غوښتنه وکړه

17 اگست 2026
بشپړونکی/ د کابل لوېدیځ ته ښوونځي کې چاودنه، ۱۷ ټپي زده کوونکي روغتون ته وړل شوي
خبر

بشپړونکی/ د کابل لوېدیځ ته ښوونځي کې چاودنه، ۱۷ ټپي زده کوونکي روغتون ته وړل شوي

17 اگست 2026
د کابل دشت برچي کې یوه خصوصي ښوونځي ته نېږدې چاودنه وشوه
خبر

د کابل دشت برچي کې یوه خصوصي ښوونځي ته نېږدې چاودنه وشوه

17 اگست 2026
ننګرهار او د کونړ، زابل، هرات او فراه په ۱۷ ولسولیو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو
خبر

ننګرهار او د کونړ، زابل، هرات او فراه په ۱۷ ولسولیو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

17 اگست 2026
د ننګرهار له سینده د یوه ماشوم هلک جسد موندل شوی
خبر

د ننګرهار له سینده د یوه ماشوم هلک جسد موندل شوی

17 اگست 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه